په هلمند ولایت کې د پولیس افسرانو د روزنې او تجهیز بهیر چټک شوی دی.
که څه هم د هلمند د پولیسو تشکیل یو کال وړاندې شااوخوا ۴۰ سلنه خیالي وو، خو اوس ویل کېږي بشپړېدلو تهیې نېږدې شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی هلمند ته تللی دی چې د هغو کمبوداتو په اړه مرکز ته راپور ورکړي چې دمګړۍ په پولیسو کې موجود دي.
د لښکرګاه اوسېدونکي بیا پولیسو ته د جنګونو پر وخت د ښو امتیازاتو او درنو وسلو غوښتنه کوي.
په دې اړه نور حال د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي په دې راپور: