روسيه د هغو ځوانانو د مخ پر زياتېدو شمېر په اړه اندېښنه لري چې غواړي په سياسي لاریونو کې ګډون وکړي.
حکومت هڅې کوي د ښوونځيو زده کوونکو ته د سياست د خطرونو په اړه د خبرداري لکچرونه ورکړي او د سياست پر ضد فلمونه ښکاره کړي.
د روسیې په مرکزي ښار تولیاتي کې روانه اوونۍ په يوه ښوونځي کې يو شمېر زدهکوونکي له صنفونو را ايستل شوي او ورته د سياسي فعالیت پرضد فلمونه ښوودل شوي دي.
په دغو کې يوه کس د ازادي راډيو له ځايي څانګې سره په ټیليفوني خبرو کې ویلي، کله چې دی پوه شو ورته به د سياست ضد فلم ور ښکاره کېږي، دغه صحنه يې په خپل ټیليفون کې ثبت کړه.
ماتوای يوازينی زده کوونکی نهدی چې دغه ډول صحنې يې پر خپل ټیليفون کې ثبت کړې وي.
په دغو فلمونو کې د روسیې د حکومت سیاسي مخالفينو ته د تروریستانو او فاشيستانو نوم يادېږي.
ماتوای وايي چې دی دغه فلمونه پروپاګند ګڼي.
دی وايي:
د قانون له نظره په ښوونځيو کې پروپاګند ممنوع دی.
ماتوای او د ده ټولګيوالو وروسته دغه صحنه او د ښوونځي له رئیس سره د خبرو يوه ثبت کړې بڼه پر انترنيټ خپره کړه.
دا پر انټرنيت خپره شوې وروستۍ ويډيو ده چې زدهکوونکي ښکاروي د اپوزيسيون او په سیاست کې د ګډون پر ضد لکچرونو په اړه له ښوونکو سره بحث کوي.
د يوټيوب دغو ويډيوګانو په روسيه کې د ټول هېواد پر کچه توجه جلب کړې ده چې د روسيې په سياسي صحنه کې د ولسمشر ولادیمير پوتين په ولسمشرۍ کې د بېلو نسلونو تر منځ فکري اختلاف څرګندوي.
تېره اوونۍ د خپرې شوې سروې نتيجه ښيي چې د ټولې روسيې پرکچه د حکومت د سياسي مخالف الکسي ناوالني لهخوا د اداري فساد پر وړاندې تنظیم شويو د ځوانانو لاريونو د روسيې سیاسي صحنه ولړزوله او په نتيجه کې يې سياستوالو د هغه نفوس پر وړاندې لاسونه سره يو کړل چې پر خپله واکمنه طبقه هېڅ باور نهلري.
د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د زدهکړو او ساینس د وزيرې اولګا واصليېوا له قوله د مې په اوولسمه لیکلي چې په مسکو کې يې يوې غونډې ته په وينا کې ويلي:
"په هېواد کې د لاريون کولو دريځ شته چې موږ باید له دغو لاريون کوونکو کوچنيانو سره په ګډه کار وکړو. "
دې زیاته کړه چې ځوانان باید اجازه ونهلري چې د ټولنې پرضد اقدام وکړي او سخت دريځۍ ته تمايل ومومي.
دا خبرې څو اوونۍ مخکې په داسې حال کې دي چې ناوالني راتلونکې مياشت په روسيه کې د اداري فساد پر وړاندې لاريون تنظیموي.
ناوالني ويلي چې راتلونکی کال غواړي د ولسمشرۍ لپاره ځان کانديد کړي خو ويل کېږي په دغو انتخاباتو کې ښايي پوتين د شپږو نورو کلونو لپاره ولسمشر وټاکل شي.
د روسیې چارواکي، دولتي رسنۍ او د کریملن ملاتړي ناوالني د يوه خطرناک سخت دريځي په توګه معرفي کوي او د ښي اړخو ډلو سره د ده مخکینيو روابطو ته اشاره کوي.