د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

امنیسټي انټرنیشنل ترکیه د دولتي کارکوونکو په ظالمانه لرې کولو تورنوي


امنیسټي انټرنیشنل یا د بخښنې نړیوال سازمان ترکیه د دولتي کارکوونکو په ظالمانه لېرې کولو تورنوي.

دغه سازمان ویلي، ترکیې دا کار د تېرکال تر ناکامې کودتاه وروسته کړی.

په هغو څه باندې سلو زرو دولتي کارکوونکو کې چې له دندو لېرې شوي د بخښنې نړیوال سازمان ویلي د قضا برخې، پوځ، پولیسو او پوهنې زیات غړي شامل دي.

د رپوټ له مخې:

  • څه باندې ۳۳ زره ښوونکي او د پوهنې نور کارکوونکي
  • ۲۴ زره پولیس او د کورنیو چارو وزارت نور منسوبین
  • اته زره پوځیان
  • د علمي بنسټونو لږ تر لږه پنځه زره غړي
  • لور زره قاضیان، څارنوالان او نور عدلي مقامات، لېرې کړای شوي کارکوونکي دي.

امنیسټي انټرنیشنل په یوه رپوټ کې چې "د پای ته رسېدو هیڅ نښه نه لیدل کیږي" تر عنوان لاندې لیکلی په ترکیه کې پراخې منفکۍ ظالمانه او هسې پلمي دي.

دې ادارې ویلي لېرې کړای شوي خلک په ناحقه له تروریستي ډلو سره تړلي بلل شوي دي.

د امنیسټي انټرنیشنل په خبره دا ټولې منفکۍ د تېرکال تر ناکامې کودتاه وروسته د یوه بیړني حالت په موده کې چې درې واره وغځېد د یوه حکومتي فرمان په اساس ترسره شوي دي.

د حکومت دا فرمان د جولای په نولسمه پای ته رسېږي خو د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان پرته له دې چې وخت وټاکي وویل، بیړنی حالت به تر هغو دوام کوي چې سوله ټینګه شي.

د بخښنې نړیوال سازمان له انقرې غوښتي د هغو کسانو په قضیو کې د بیا کتنې لپاره یو مناسب مېکانېزم غوره کړي چې لېرې کړای شوي دي.

د ترکیې حکومت د کارکوونکو په منفکۍ سربېره څه باندې ۴۷ کسان د تېر کال د ناکامې کودتاه په تړاو نیولي دي.

د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان په خبره امریکا مېشتی ترکی روحاني فتح الله ګولن د دې کودتاه طراح و.

فتح الله ګولن دا تورونه رد کړي دي.

د ترکیې حکومت د فتح‎الله ګولن خیریه سازمان د "فتح الله ګولن تروریستي" سازمان یادوي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG