د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

ولسي جرګه: عام خلک د بریښنا لوړ بېلونو اندیښمن کړي باید وڅیړل شي


د افغانستان ولسي جرګه وايي چې په کابل ښار کې د بريښنا بېلونه زیات راځي او ان د ځینو بېلونو بیې لسګونو زره او ان لکونو افغانیو ته رسېږي چې دا د اندېښنې وړ خبره ده او خلک یې د پرېکولو توان نه‎لري.

د دغې جرګې رئیس د دوشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې په دې اړه یې پخوا هم یو اختصاصي کمېسیون ته دنده سپارل شوې وه خو د پام وړ اجرأت یې نه‎دي کړي.

عبدالروف ابراهیمي یو ځل بیا د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون ته دنده وسپارله چې په دې اړه د بریښنا شرکت مسؤلین د کمېسیون غونډې ته ور وبولي.

ابراهیمي بیا د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون ته دنده وسپارله.
ابراهیمي بیا د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون ته دنده وسپارله.

دی وايي:

"ځانګړي کمېسیون ته دنده سپارل کېږي، څومره چې ژر کېږي په دې برخه کې عملي اقدامات وکړي او په دې اړه راپور چمتو کړي، له هغې پرته د موضوع د حل په هدف راتلونکو غونډو کې یو بل کمېسیون ته دنده سپارل کېږي. "

د ولسي جرګې غړې کبرا مصطفوي په عمومي غونډه کې وویل، اوس چې اوړی دی او د بریښنا مصرف هم کم دی خو بیا هم د برښنا بېلونه زیات راخي.

نوموړی وايي:

"کابل کې د بریښنا بېلونه ډېر زیات راغلي، د پيسو ورکړه د خلکو له توانه اوچته ده، په دې اړه خلک سخت شکایت کوي، بریښنا شرکت دې خپل پورونه له بې وزلو نه اصولوي، بلکې له زورو واکو، بډایو خلکو او ښارګوټو څخه دې خپل قرضونه واخلي."

د دغې جرګې بله غړې راضیه سعادت وايي چې د دوی د تېرې دوو میاشتو د بریښنا د بېل بیه ۹۸ زره افغانیو ته رسېده.

په ورته وخت د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي هم د بریښنا د لوړ بېلونو څخه شکایت کوي وايي چې د بریښنا مصرف یې کم، خو بېلونه یې لوړ دي.

د کابل ښار د اتمې ناحیې د شاه شهید د سیمې اوسیدونکې عبدالعزیز وايي چې پخوا به د بریښنا بېلونه دوه تر درې زره و خو اوسنۍ بېل ۲۷ زره افغانیو ته رسېږي.

هڅه مو وړکړه چې په دې اړه د افغانستان د بریښنا شرکت د مسؤلینو نظر هم را واخلو، خو له پرله‎پسې هڅو با وجود بریالي نه شو.

خو د افغانستان د بریښنا شرکت رئیس قدرت الله دلاروي څو ورځې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي و چې په دې برخه کې د خلکو ادعاوې عادلانه نه دي.

د افغانستان د بریښنا شرکت رئیس قدرت الله دلاروي
د افغانستان د بریښنا شرکت رئیس قدرت الله دلاروي

نوموړی وايي:

"دا به عادلانه نه‎وي چې خلک ادعا وکړي چې بریښنا شرکت ورباندې بېلونه زیات حسابوي بریښنا چې څومره مصرف شي هغه په میټر کې ثبتېږي او په تعرفه کې حسابیږي. "

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست بیا انتقاد کوي چې که څه هم د بریښنا شرکت مختلط سیسټم لري، خو کارکوونکو ته د معاشونو په ورکړه کې خصوصي عمل کوي او په کار کې له دولتي امکاناتو استفاده کوي، دواړه د ولس په ګټه نه‎دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG