د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۶

خېبر اېجنسۍ کې بمي چاودنې د حکومت پلوه امن کمېټې ۵ غړي ووژل


افغان پولې ته څېرمه د خېبر اېجنسۍ په لیرې پرتې سیمه تیراه کې د حکومت پلوه امن کمېټې پر غړو د سړک غاړې بم چاودنه شوې چې په نتیجه کې د دغې کمېټې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خېبر اېجنسۍ د امنیتي چارواکو په وینا، دغه پېښه د دوشنبې په ورځ سهار د تیراه په اکاخېل سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د حکومت پلوه امن لښکر موټر د سړک غاړې پر یوه بم وربرابر شو چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۵ کسان ووژل شول.

دغو چارواکو رسنیو ته ویلي چې ترهګرو په دغه برید کې د ځايي امن کمېټې مشر زر ولي خان په نښه کړی چې په ترڅ کې یې هغه د خپلو درېيو ملګرو سره یوځای وژل شوی دی.

په عین حال کې د خېبر اېجنسۍ یوه حکومتي چارواکي محمد اقبال خان له فرانس پرس خبري اژانس سره په خبرو کې د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې نامعلومو ترهګرو چاودېدونکي مواد له مخکې نه د سړک پر غاړه ځای پر ځای کړي وو چې له سیمې څخه د امن کمېټې د غړو د موټر د تېرېدو پر مهال‌یې د ریموټ کنټرول په ذریعه الوزولي دي.

د خېبر اېجنسۍ یوې باخبرې ځايي سرچینې د نوم او غږ نه‌خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونه تر چاودنې وروسته د پېښې ځای ته رسېدلي، سیمه‌یې محاصره کړې او تلاشي عملیات‌یې هم کړي، خو د پېښې په تړاو یې د چا د نیولو په اړه بې‌خبري وښوده.

تیراه افغان پولې ته څېرمه د خېبر اېجنسۍ لیرې پرته سیمه ده چې امنيتي ځواکونو په‌کې له تېرو درېيو کلونو راهیسې د وسله‌والو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي چې لا هم روان دي.

دغه سیمه تر پوځي عملیاتو مخکې د منګل‌باغ په مشرۍ د لشکر اسلام او تحریک طالبان پاکستان پیاوړی مرکز بلل کېده او وخت ناوخته به په‌کې پر امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه کېدل چې مسؤلیت به‌یې ډېری وخت لشکر اسلام وسله‌والې پر غاړه اخیسته.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې پر پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو بریدونه په داسې وخت کې یو ځل بیا ډېر شوي چې امنیتي ځواکونو د روان کال په فبرورۍ میاشت کې په دې هېواد کې د ترهګرو او د هغوی د مرستندویانو د ځپلو لپاره د "رد الفساد" په نامه تلاشي عملیات پیل کړي چې تر دې دمه‌یې په‌کې ګڼ وسله‌وال او مشکوک کسان نیولي دي.

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر اصف زرداري او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په خېبر اېجنسۍ کې د امن کمېټې پر غړو بمي برید غندلی، په هېواد کې د ترهګرۍ پر نوې څپې اندېښنه ښودلې او له حکومته‌یې غوښتي چې د ترهګرۍ د جرړو ایستو لپاره دې جدي اقدامات وکړي.

د یادونې وړ ده چې لا تر دې دمه په خېبر اېجنسۍ د حکومت پلوه امن کمېټې پر غړو د برید مسؤلیت لا کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG