د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

کرکټ سیالۍ کې فاریاب لوبډلې جوزجان ته ماته ورکړه


د ولایتونو تر منځ د کرکټ د دوهمې درجې سیالیو په لړ کې د فاریاب لوبډلې جوزجان ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې جوزجان کرکټ لوبډلې په ۴۶ اورونو کې ۱۷۹ منډې هدف وټاکه خو د فاریاب د کرکټ لوبډلې په ۲۹ اورونو کې دغه هدف پوره کړ او لوبه‌یې وګټله.

دغه سیالۍ د ۲۱ ولایتونو تر منځ پیل شوې چې د مې له ۱۶مې پیل شوي او تر ۲۳ دوام کوي.

XS
SM
MD
LG