د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

خلک: وسله وال طالبان کندز کې له بزګرانو عشر اخلي


د کندز ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، په یاد ولایت کې وسله وال مخالفین تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې له بزګرانو څخه د زراعتي محصولاتو عشر اخلي.

دوی وايي چې خلک د وسله والو مخالفینو له دې کار څخه هېڅ سرغړونه نشي کولای او هرو مرو به د خپل د ځمکې حاصلاتو عشر طالبانو ته ورکوي.

د کندز د خان اباد ولسوالۍ د چهارتوت د سیمې یوتن بزګر مومن خان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"طالبان عشر اخلي، که ورته ووایو چې موږ په سیمه کې خواران او یتیمان لرو، هغوی موږ ته وايي چې تر موږ نور غریب خلک نشته موږ د عشر مستحق یو، ځکه موږ جهاد کو او د عشر په پیسو مرمې او نور امکانات برابر وو."

په ورته وخت کې د چهاردرې ولسوالۍ د قریه یتیم کلي یوتن اوسېدونکی صلاح الدین بیا وايي چې دوی د وسله والو مخالفینو تر حاکمیت لاندې سیمو کې ژوند کوي، نو له همدې کبله طالبانو ته د زراعتي محصولاتو عشر ورکوي او که سرغړونه وکړي نو بیا په سیمه کې دوی ګزاره نشي کولای.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ طالبانو ته عشر ورکوو همدارنګه په کومو سیمو کې چې اربکیان وي نو هلته اربکیان له خلکو څخه عشر اخلي، طالبان خلکو ته پارچې ورکوي او که عشر ورنه کړي نو بیا ورته ستونزې جوړوي."

د دغو خلکو په وینا چې وسله وال مخالفین د عشر ټولو له لارې خپل مالي امکانات پوره کوي همدارنګه له دې لارې خپل پوځي تجهیزات او مهمات رانیسي.

کندز په شمال ختيځ زون کې د هېواد له مهم کرنیزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي او د دې ولایت کابو ۸۰ سلنه خلک پر زراعت او مالدارۍ بوخت دي.

بل خوا د کندز د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر عبدالبصیر فقیري ازادي راډيو ته وویل چې هر کال په دې ولایت کې په څه باندې ۱۴۵زره هکتاره ابي او په ۳۸۲۶۵ هکتاره للمي ځمکو کې غنم کرل کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"یو جریب ځمکه له سلو نیولې تر ۱۴۰ منه پورې غنم کوي، خو په اوسط ډول چې موږ احصائیه کړې او کومه نتیجه مو چې ترلاسه کړې ده له یو جریب ځمکې څخه ۶۵ منه غنم ترلاسه کېږي."

د کندز یوه تن سیمه ییز چارواکي چې له نوم ښودلو څخه یې ډډه وکړه ازادي راډيو ته وویل چې د دې ولایت ټولې زراعتي ځمکې په هغو سیمې کې دي چې هلته وسله وال مخالفین حاکمیت لري.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه چارواکی زیاتوي چې په دې ولایت کې هرکال وسله وال مخالفین یوازې د غنمو د عشر ټولولو له لارې ډېر عواید ترلاسه کوي.

خو له دې وړاندې د کندز د یو شمېر سیمو خلکو ویلي وو چې د دولت تر حاکمیت لاندې په هغو سیمې کې چې خپل سرې وسله وال همدارنګه د سیمه ییزو پولیسو په نوم وسله والې ډلې چې د طالبانو پر ضد فعالیت کوي، هغوی هم له خلکو څخه په وچ زور د زراعتي محصولاتو عشر اخلي.

خو د کندز امنیتي چارواکي بیا وايي، هېڅ څوک حق نه لري چې خلکو څخه په زوره عشر واخلي او که چېرې دوی پرې خبر شي چې خپل سرې وسله وال او یاهم سیمه ییز پولیس له خلکو څخه عشر اخلي ورسره قانونې چلند کوي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG