د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۲

نن شپه ریال مادرید او سلتاویګو سره مخ کېږي


د اسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې نن شپه ریال مادرید «Real Madrid» او سلتاویګو «Celta Vigo» سره لوبه لري.

دغه لوبه د کابل پروخت د شپې ۱۱:۱۵ دقیقې د سلتاویګو په کوربه‌توب ترسره کېږي.

له دې مخکې د ریال مادرید په کوربه‌توب دغو دواړو ټیمونو لوبه ۲ د ۲ پر وړاندې مساوي ترسره کړې وه.

د لالیګا د جدول له مخې ریال مادرید د ۸۷ امتیازونو په درلودو سره په جدول کې دوهم ځای او سلتاویګو د ۴۴ امتیازونو په درلودو سره دیارلسم ځای لري.

XS
SM
MD
LG