د افغانستان د ولسمشر د فرمان له مخې د ملي اردو ټول افسران او سرتېري یو ځل بیا بایومټریک شول.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، له دې سره په خوا کې د ملي اردو ټول تجهیزات او وسایط هم سیسټم ته داخل شوي دي.
د ازادي راډیو خبریال رحمت الله افغان د دفاع وزارت له ویاند دولت وزیري سره په دې اړه مرکه کړې او په سر کې ورنه پوښتلي چې دغه بهیر په کوم دلیل یو ځل بیا ترسره شو؟