د هند د معلولینو د کرکټ په سیالیو کې د ګډون په هدف، د افغانستان د کرکټ د معلولینو لوبډلې تمریناتي کمپ نن سې شنبه پیل شو.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د مې میاشتې له ۲۲ مې نېټې د افغانستان د کرکټ د معلولینو لوبډله د هند د معلولینو د کرکټ له لوبډلې سره درې پرله پسې شل اوریزې سیالۍ لري.
هوتک وايي، په دغه تمریناتي کمپ کې ۲۰ لوبغاړو برخه اخیستې چې د تمریناتي لوبو پرمهال به ۱۶ لوبغاړي د معلولینو د ملي لوبډلې لپاره غوره شي.
د کابل د الکوزي په نړیوال لوبغالي کې د کرکټ د معلولینو د لوبډلې تمریناتي کمپ یوه اوونۍ دوام کوي او دغه لوبډله له کمپ وروسته د مې په ۲۰ مه هند ته ځي.