د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۰

د اسلامي هېوادونو المپیکي سیالیو کې ۲ افغان لوبغاړو ماته خوړلې


د افغانستان د جودو فدراسیون مسؤلین وايي، دوه تنو افغان لوبغاړو د اسلامي هېوادونو په المپیکي سیالیو کې ماته وخوړه.

د جودو فدراسیون سکرټر جنرال ذبیح‎الله نظري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې محمود محمدي د ۱۰۰ کېلو او وحیدالله یوسفزي د ۸۰ کېلو وزن په لرلو سره له خپل ترکي سیال څخه ماته وخوړه.

په دغو سیالیو کې چې ۱۰ ورځې به دوام وکړي، د افغانستان په ګډون د ۵۷ اسلامي هېوادونو لوبغاړو ګډون کړی.

د اسلامي هېوادونو دغه سیالۍ په نړيواله کچه ډېرې مهمې سیالۍ ګڼل کېږي چې په بېلابېلو برخو کې ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG