د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

د امریکا متحده ایالاتو ته د شمالي کوریا نوی خبرداری


شمالي کوریا د لیرې واټن ویشتونکي توغندي د وروستۍ آزموینې په اړه چوپتیا ماته کړه او ویې‌ویل چې د منځني او اوږد واټن ویشتونکي نوي ماډل توغندی یې بریالی ازمویلی دی.

پیونګ یانګ دغه‌راز متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړ چې دا هېواد یې اوس د حملې په محدوده کې دی.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دغه توغندی د دې لپاره وازمویل شو چې د درنو اټمي سروکو د لېږدولو قابلیت‌یې تصدیق شي.

په بیان کې ویل شوي چې دغه ازموینه په خپله د دې هېواد مشر کېم جونګ اون څارله چې متحده ایالاتو ته‌یې خبرداری ورکړ چې د دې هېواد د پوځي قابلیتونو په اړه دې ناسم قضاوت نه‎کوي.

د شمالي کوریا پر دغې نوې ازموینې چې د یکشنبې په ورځ‌یې ترسره کړ نړیوالو غُصه څرګنده کړه.

اروپایي اتحادیې او ناټو هغه نړیوالې سولې او امنیت ته ګواښ وباله او روسیې او چین هم اندېښنه څرګنده کړه چې په دې سره به د کوریا په ټاپو وزمه کې کړکېچ لا زیات شي.

د شمالي کوریا خبري اژانس وویل چې دغه توغندي له ۷۸۷ کېلو مترو زیات واټن وواهه او تر ۲۱۱۲ کېلو مترو لوړ ولاړ چې دا له هغو لومړنیو ارزونو سره سر خوري چې د جنوبي کوریا او جاپان چارواکو یې مخکې خبره کړې وه.

د کارپوهانو په باورکه دغه توغندی بشپړ واټن ووهي، تر ۴۵۰۰ کېلو مترو پورې رسېدلی شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیرې نیکي هیلي له «ABC» ټلوېزیون سره د یکشبې په ورځ په مرکه کې وویل چې د دې په باور د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون وهم اخیستی او هر څه‌یې چې په شااوخوا کې تېرېږي، د ده اندېښنه زیاتوي.

هیلي زیاته کړه، موږ ته په کار ده چې خپلو فشارونو ته دوام ورکړو او هغه دا په ښه توګه حس کړې ده.

هیلي د هغو راپورونو په اړه چې وایي، کېم جونګ اون دغه ازموینې د دې لپاره کوي چې د متحده ایالاتو له ولسمشر سره په احتمالي خبرو کې د یوې معاملې لپاره کار واخلي، وویل:

"د توغندي ازموینه هغه لاره نه‎ده چې دی دې وکړای شي له ولسمشر سره کېني ځکه هغه به هېڅکله هم دا کار ونه‎کړي. زه تاسو ته دا وایم چې دی کولای شي کېني او د خپلو غوښتنو ټول شرایط بیان کړي. تر هغو چې زموږ شرطونه‌یې عملي کړي نه‎وي موږ به ورسره په غونډه کې کېنه‎نو."

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د متحده ایالاتو، جنوبي کوریا او جاپان په غوښتنه د سې شنبې په ورځ په غونډه کې د توغندي د دغې ازموینې په اړه بحث او خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG