د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۱

د امریکا هاکي لوبډله سبا سې شنبه روسیې سره لوبېږي


د امريکا متحدو ايالتونو د هاکي ټيم د دې سپورټ د نړيوال جام سياليو په لړ کې سبا په جرمني کې د روسيې له ټيم سره مسابقه کوي.

د امريکا ټيم د يکشنبې په ورځ د سلواکيا د ټيم په وړاندې بريا خپله کړه او په الف ګروپ کې د پنځو برياوو له کبله د روسيې تر ټيم يې يو امتياز زيات دى.

د هر ګروپ څلور غوره ټيمونه د هاکي د نړيوالې اتلولۍ جام کوارټر-فايل ته وځي.

په پام کې ده د هاکي نړيوال جام پايلوبه راتلونکې يکشنبه وشي.

XS
SM
MD
LG