د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

د کابو ۲۹ هېوادونو مشران چین کې د "یوه کمربند یوې لارې" په اړه خبرې کوي


د چین له‌خوا د «یوه کمربند یوې لارې» په نوم د ورېښمو د لرغونې لارې د رغولو لپاره په ستره پروژه کې د شاملو لږ تر لږه ۲۹ هېوادونو مشران په پیکېنګ کې راټول شوي او د دغې پروژې پر عملي لارو چارو خبرې کوي.

د افغانستان ګاونډ پاکستان چې د دغې پروژې یو مهم دهلیز یې له خاورې تېرېږي او تر اوسه‌یې د چین د لسګونه میلیارده ډالرو ژمنه ترلاسه کړې له دغې غونډې یوه ورځ مخکې د سلګونه میلیونه ډالرو په ارزښت نوي تړونونه له چین سره لاسلیک کړل.

دا پر هغو ۵۷ میلیارده ډالرو سربېره چې چین له دې هېواد سره د ورېښمو د نوې لارې د رغولو لپاره ژمنه کړې، نوي تړونونه دي چې پیکېنګ او اسلام‌اباد د شنبې په ورځ لاسلیک کړل.

د چین د «یوه کمربند یوې لارې» سترې پروژې چې اساس‌یې په ۲۰۱۳ کال کې اېښودل شوی دا هېواد د اسیا له نورو هېوادونو او له اروپا او افریقا سره نښلوي، یوه اساسي لار له پاکستانه تېرېږي.

د چین پاکستان اقتصادي دهلیز کې د اورګاډي د پټلۍ او سړکونو شبکې او د انرژۍ بنسټیز تأسیسات شامل دي.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف چې په دغې غونډه کې ګډون کړی وویل «یو کمربند یوه لاره» پر دې ټینګار کوي چې اقتصادي جغرافیې ته باید پر سیاسي هغې یا جیوپولیتیک لومړیتوب ورکړل شي.

د چین ولسمشر شي جین پېنګ چې د دغې پروژې لپاره‌ېې د ۱۲۴ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې دغې غونډې ته په پرانیستونکې وینا کې له هغو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره چې د ورېښمو د نوې لارې په دغې د «یوه کمربند یوې لارې» په پروژه کې شامل دي، د ۸،۷ میلیارده ډالرو نورې مرستې ژمنه وکړه.

شي جین پېنګ وویل، دغه پرژه د اروپا او افریقا په ګډون د ټولو پر مخ پرانیستې ده.

د چین ولسمشر یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې دغه پلان د دې هڅه نه‌ده چې ګواکې چین غواړي پر نړۍ خپل نفوذ پراخ کړي.

هغه زیاته کړه، موږ د «یوه کمربند یوې لارې» په پروژې سره هغه د دښمنانو تر منځ د لوبې زړه لار نه‌پرانیزو بلکې د همکارۍ او ګټو لپاره یو نوی مډل پرانیزو.

د «یوه کمربند یوې لارې» په پروژه کې ۶۵ هېوادونه شامل دي او د چین پرمختیايي بانک د هغې د شااوخوا ۹۰۰ پروژو لپاره ۸۹۰ زره میلیونه ډالره ځانګړې کړې دي.

د چین د ورېښمو د نوې لارې اساسي دهلیز له افغانستانه نه‌تېرېږي بلکې د فرعي دالانونو له لارې ورسره وصل کېږي.

د اقتصادي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وایي چې د دغې پروژې اهمیت ته په پام سره افغانستان په اوس وخت کې د اقتصادي ودې او د سوداګرۍ د یوه ترانیزيټ هېواد په توګه یو ښه فرصت له لاسه ورکړی خو دوی بیا هم هیله‌مند دي چې په اوږد مهال کې به افغانستان بېرته خپل اساسي موقف ترلاسه کړي.

چین پر دې سربېره تر اوسه په افغانستان کې د بیارغونې په برخه کې سلګونه میلیونه ډالره پانګونه کړې ده.

افغانستان د ورېښمو شبکې "یوکمربند، یوه لار" کې چېرته دی؟

په پیکېنګ کې د افغانستان سفیر جانان موسی‌زي اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل چې د افغانستان او چین تر منځ د اقتصادي او سوداګريزو اړیکو د پراختیا په ترڅ کې د سوداګرۍ مالونو د انتقال لپاره د اورګاډي یوه شبکه چې د افغانستان بلخ ولایت د منځنۍ اسیا له لارې له چین سره نښلوي، په تېر اګست میاشت کې پرانیستل شوه او هېواد یې له چین سره د اورګاډي د شبکې، د برېښنا د تولید لپاره د اوبو بندونو او د نوري فایبر په شبکو کې د پانګونې په اړه خبرې کوي.

په پیکېنګ کې د یوه کمربند یوې لارې په اړه د مشرانو په غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر او د بنسټیزو تأسیساتو په چارو کې د ولسمشر لوړپوړي سلاکار ګډون کړی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې غونډې ګډونوالو ته په پرانیستونکې وینا کې وویل، د کورنیو تولیداتو د ساتنې پالېسي نړیوال اقتصاد ته ګواښ متوجې کړی دی.

په پام کې ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیپ اردوغان هم په دې دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړي.

د څو محدودو لوېدیځو هېوادونو مشران د پیکېنګ د مشرانو په غونډه کې ګډون کوي.

ویل کېږي چې د ایټالیا، هسپانیا او یونان صدراعظمان به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو دې غونډې ته د سپینې ماڼۍ یو سلاکار استولی دی.

د بشري حقونو د څار ډلې چې دفتر یې په متحده ایالاتو کې دی د شنبې په ورځ د ورېښمو د دغې نوې لارې په اوږدو کې له مرکزي اسیا پولو سره د چین د لوېدیځې برخې له اوسېدونکو سره د چین د حکومت د چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د بشري حقونو ډله وایي، چینایي چارواکو په شینجین کې د پراخ پاڅون د مخنیوي لپاره چې ښایي د دغې پروژې په وړاندې ستونزې راپورته کړي، په سیمه کې څار او پر خلکو فشارونه زیات کړي دي.

د چین د دغې ناارامه سیمې اکثره اوسېدونکي ترک ټبري اویغور مسلمان دي.

XS
SM
MD
LG