د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۰

پوتین: د شمالي کوریا ازموینې به کوریا ټاپو وزمه کې کړکېچ زیات کړي


د شمالي کوریا له‌خوا د بالسټیک میزایل د توغولو په اړه نړیوالو جدي اندېښنې ښکاره کړي دي.

روسیې، جاپان او چین د شمالي کوریا له‌خوا د بالسټیک میزایل د ازمایلو په خاطر اندېښنه ښکاره کړې ده.

د روسیې د جمهور رئیس ویاند ډیمیتري پېسکوف «Dimitry Peskov» ویلي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل چینايي سیال شي جین پېنګ سره په لیدنه کې پر دې اندېښنه ښکاره کړه چې د لیرې واټن ویشتونکي میزایل په ازمایلو سره به د کوریا ټاپو وزمې کړکېچ زیات شي.

د پوتین ویاند چین ته د روسیې د ولسمشر د ننني سفر په جریان کې دا خبره کړې او زیاته کړې یې ده چې د چین او روسیې ولسمشرانو د کوریا د کړکېچ په اړه له یو بل سره په تفصیل خبرې کړې دي.

چین له اقتصادي پلوه د شمالي کوریا یو متحد حسابیږي خو دا وار یې ټینګار کړی چې د شمالي کوریا له‌خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک سرغړونه خلاف کار دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې دا اندېښنه هم ښکاره کړې چې په سیمه کې به لانجې زور واخلي.

د امریکا متحده ایالاتو بیا په یوه بیان کې ویلي چې:

"فکر نه‌کوي روسیه به د شمالي کوریا له‌خوا د بالسټیک میزایلو له ازمایلو ډېره خوښه وي."

د سپینې ماڼۍ په دې بیان کې ټینګار شوی چې پر شمالي کوریا باندې بندیزونه باید زیات کړای شي.

جنوبي کوریا هم د شمالي کوریا له‌خوا د بالسټیک میزایل ازمویل غندلي او دا کار یې د جنوبي کوریا او ټولې نړیوالې ټولنې د امنیت او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک ښکاره سرغړونه بللې ده.

د جنوبي کوریا د جمهور رئیس مون جائه-این «Moon Jae-in» د عامه اړیکو مسؤل یون یانګ چن «Yoon Young Chan» وویل:

"موږ د شمالي کوریا له خوا د میزایل ازمویل غندو، دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړلیک ښکاره سرغړونه ده، دا کار د کوریا ټاپووزمې او نړیوالې ټولنې د امنیت او سولې په وړاندې یوه جدي ننګونه ده."

شمالي کوریا د یکشنبې په ورځ بالسټیک توغندی ازمویلی دی.

دغه توغندی تر یو نیم ساعت مزل وروسته د دوه زره کېلومتره واټن په وهلو سره د جاپان په سمندرګي کې چې د کوریا ټاپو وزمې، جاپان او په لیرې ختیځ کې د روسیې سره پولې لري ولوېد.

جاپان بیا ویلي چې د جنوبي کوریا او متحده ایالاتو په همغږۍ به د شمالي کوریا په اړه قاطع اقدام کوي.

دا خبره د جاپان صدراعظم شینزو ابې وروسته له هغه نن په توکیو کې خبریالانو ته وکړه چې د ملي امنیت سلاکار یې له خپل امریکايي سیال مک‌مسټر سره د شمالي کوریا د بالسټیک میزایل په توغولو ټیلیفوني خبرې کړي دي.

د جاپان صدراعظم.
د جاپان صدراعظم.

ښاغلی ابې زیاتوي:

"جاپان به د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا په نېږدې همغږۍ کې معلومات ارزوي او د شمالي کوریا په اړه به پرېکنده عمل کوي، موږ به همداراز له روسیې، چین او نړیوالې ټولنې سره په دې همغږي شو چې شمالي کوریا وهڅوو څو د ملګرو ملتونو امنیت شورا له پرېکړه‌لیک سره سم عمل وکړي."

شمالي کوریا یوه میاشت مخکې هم د یوه میزایل د توغولو هڅه کړې وه چې هغه وار یې هڅه ناکامه شوې وه.

د جنوبي کوریا او امریکا متحده ایالاتو د چارواکو په باور شمالي کوریا د اټمي سروکو د انتقال وړ میزایل ازمويي چې دا کار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک نقض دی او د ټولو له غبرګون سره مخ کېږي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG