د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

م.م: جنرال عبدالرازق دې د بندیانو پر شکنجې تر عدلي څار لاندې راشي


ملګري ملتونه وايي، د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق باید د بندیانو د شکجنې او د خلکو د جبري ورکولو د ادعاوو په خاطر تر عدلي تعقیب لاندې ونیول شي.

د ملګروملتونو د شکنجې ضد کمیټې نن په کندهار کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت د راپورونو په اړه اندیښنه وښوده.

دې کمیټې په یو بیان کې چې د جمعې په ورځ خپور شو د بندیانو د زیندۍ کولو، د تناسلې آلو د کوټلو، معدې ته د اوبو د پمپ کولو او برق ورکولو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د شویو ادعاوو له مخې د کندهار پولیس په ناڅاپي توقیقونو، د خلکو په جبري ورکولو، په ډله ییزو بې پوښتنو نیونو او د پوځي عملیاتو پرمهال له محاکمې پرته وژنو کې لاس لري.

له دې مخکې هم لویدیځو رسنیو په بشري سرغړونو کې د جنرال رازق د لاس لرلو په اړه راپورونه خپاره کړي وو خو جنرال رازق په ۲۰۱۴میلادي کال کې له ازادي راډیو سره په مرکه کې دا ادعاوې بې بنسټه وبللې، ویې ویل چې پولیس یوازې خپله دنده سرته رسوي:

"یوه خبره ده چې نشو کولای خپلو سرتېرو ته ووایو چې وطن دښمن ته ورپریږدئ او تاسو ترې راځئ. موږ که دښمن ته پوسته ورپریږدو، هغه ولسوالۍ ته راځي، که ولسوالي ورپریږدو، هغه راځي ولایت ته، اخر مجبور یو چې د خپل وطن دفاع وکړو."

د دې راپور د جوړولو پر مهال مو بیا هم د جنرال رازق د موندلو هڅه وکړه خو د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ډېر ژر به د نوموړي د دریځ په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي.

د ملګروملتونو د شکنجې ضد کمېټه وايي، له دې کبله ځانګړي اندیښنه لري چې په ډیر شمېر سرغړونو کې د جنرال عبدالرازق د لاس لرلو په اړه موثقې ادعاوې شوې دي.

د دې کمېټې بیان په خاص ډول کندهار کې د بې محاکمې وژنو او د پټو توقیف ځایونو په ګډون له بشري حقونو د درنو سرغړونو یادونه کوي او وايي، که څه هم جنرال رازق شخصا په بشري سرغړونو کې په مستقیم ډول نه دی تورن شوی خو عمومي باور دا دی چې ښايي د ده غیر مستقیم لاس په کې وي.

رویټرز خبري آژانس په خپل راپور کې لیکي کله چې د دې کمېټې له مشر یینس مودویګ څخه پوښتنه وشوه چې آیا په خپله جنرال رازق په دې سرغړونو کې لاس لري کنه؟ نو ده په ځواب کې وویل، هو، داسې راپورونه شته چې دی مستقیماً ښکیل دی.

ملګرو ملتونو تیره میاشت په یوه راپور کې وویل، د افغان ولسمشر اشرف غني له ژمنو او د نويو قوانینو له نافذیدو سره سره د افغان ځواکونو له خوا د بندیانو شکنجه او له هغو سره ناوړه چلند ډیر عام دی.

په همدې حال کې په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې هم په افغانستان کې د شکنجې د ادعاوو په اړه جلا څیړنې پیل کړي.

ښاغلي مودویګ په ژنیو کې خبریالانو ته وویل چې دی د جرمونو نړیوالې محکمې ته د جنرال رازق د معرفي کولو په اړه معلومات نه لري خو زیاته یې کړه، د ده تمه دا ده چې د افغانستان اړوندې عدلي او قضايي ادارې به په دې برخه کې په خپله اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG