کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ له فساد سره د افغان حکومت د مبارزې د څرنګوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
اصلاح ورځپاڼې د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله لیکلي له فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي کار او هڅې روانې دي.
د انیس دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي که له فساد سره د اوسني حکومت د مبارزې هڅو ته وګورو د پخواني حکومت له هڅو سره ښکاره توپير لري.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي له فساد سره د ملي وحدت حکومت د مشرانو کلک عزم او پخې ارادې ته که وګوور لیدل کېږي چې حکومت په دې برخه کې کوټلي ګامونه اخیستي، خو دا چې کوم کارونهیې کړي، لیکوال ورته اشاره نهده کړې.
د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي له فساد سره مبارزه ګډو هڅو او ټولهییزو همکاریو ته اړتیا لري چې عدلي او قضايي بنسټونه، دیني عالمان، مدني ټولنې او رسنۍ باید یو بل ته لاس ورکړي او د دې ناوړې پدیدې مخه ونیسي.
د سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس دواړو د نوماندۍ پر مهال، بیا د واک په لومړیو کې او له هغه وروسته په بیا بیا دا خبره کړې چې له فساد سره مبارزه کوي او مفسدین به د قانون منګولو ته سپاري، خو د لیکوال په خبره په عمل کې داسې ونهشول.
د لیکوال د معلوماتو له مخې لا هم په ادارو کې په پراخه کچه فساد کېږي، مفسدین خلاصې تڼۍ ګرځي په واک کې دي، زور لري او ان هغوی ته چې د دوی د فساد پر وړاندې خنډونه جوړوي، پر ګواښ بدل شوي دي.
د سرنوشت د سرمقالې د لیکوال په باور له فساد سره د مبارزې لپاره له بده مرغه لا هم سیاسي اراده نهشته، دلایلیې ښايي ډېر وي، خو له شک پرته د حکومت ډول، د ولسمشر او اجرائیه رئیس پر شااوخوا راټول شوي مفسدین د دې لامل شوي چې له فساد سره د مبارزې چارې بېپایلې شي.
لیکوال حکومت ته سپارښتنه کوي که رښتیا هم غواړئ له فساد سره مبارزه وکړئ نو باید له ارګ او اجرائیه ریاست څخهیې پیل کړئ د لیکوال په اند له دې پرته ټول بېمعنی شعارونه دي او په عمل کې فساد زیاتېږي.
د اطلاعات روز ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي په ادارو کې شته فساد له ناامنۍ سره پراخه مرسته کړې او کهیې مخه ونهنیول شي، د لیکوال په خبره ناامنۍ به نورې هم ورسره زیاتې شي.
او په پای کې افغانستان ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي په فساد کې ککړ ځیني کسان له پياوړي سیاسي ملاتړ څخه برخمن دي او کله چې څارنوالۍ ته معرفي کېږي، نو نرم چلند ورسره کېږي چې دې کار خلک له فساد سره د مبارزې په اړه پر حکومت بېباوره کړي دي.
چمتو کوونکی: رحمتالله افغان