د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

فېس‌بوک شرکت به درې زره نوي کارکوونکي استخدام کړي


د فېس‌بوک رئيس او بنسټ ايښودونکی مارک زوکربرګ اعلان کړی چې دغه شرکت به درې زره نوي کارکوونکي استخدام کړي.

د فېس‌بوک د څار څانګې د کارکوونکو د شمېر زیاتولو پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې پر فېس‌بوک په ژوندۍ بڼه يو شمېر کسانو ځانونه ووژل او د دې ادارې پر رئیس مارک زوکربرګ سخت انتقادونه وشول.

د فېسبوک رئيس او بنسټ ايښودونکی مارک زوکربرګ
د فېسبوک رئيس او بنسټ ايښودونکی مارک زوکربرګ

مارک زوکربرګ په خپل پيغام کې ليکلي:

"موږ پر دې کار کوو چې وکړای شو په اسانۍ سره داسې وېډيوګانې او مواد په ګوته کړو. که دا یو کس ته د اړتيا په صورت کې د رسېدو خبره وي او که د يوې موضوع يا پوسټ لیرې کول وي."

ده په خپل پيغام کې د چهارشنبې په ورځ پر فېس‌بوک لیکلي چې تېرو څو اوونیو کې موږ وليدل چې خلکو پر فېس‌بوک يا خپل ځان ته يا نورو ته زیان رسولی او دا کار يې يا د وېډيو او يا هم په ژوندۍ بڼه کړی دی.

دا د زړه‎سوي خبره ده او ما په دې اړه فکر کړی چې څه ډول د خپلو خلکو لپاره نور ښه خدمت کولای شو.

زوکربرګ په خپل پیغام کې دا هم ويلي چې دغه نوي کسان میليونونه هغه مواد چې فېس‌بوک ته راپورته شوي، څېړي او ارزوي.

د مخکېنیو ۴۵۰۰ کسانو تر څنګ به نوي درې زره کارکوونکي وکولای شي شکايتونو ته د رسيده‎ګۍ پروسه ګړندۍ کړي.

فاکس نيوز راپور ورکوي چې د کاليفورنيا په فدرال محکمه کې د چهارشنبې په ورځ د ګوګل، فېس‌بوک او ټويټر پر ضد یوه قضيه درج شوې چې وايي، دغو ادارو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د سان برناردينو له حملې سره مرسته کړې وه چې په پايله کې يې ۱۴ کسان ووژل شول.

په دغې پېښه کې د وژل شويو کورنیو د دغو ادارو پر ضد شکايت کړی دی.

د دوی په وينا فېس‌بوک، ټويټر او ګوګل داسې کسانو ته چې له ترورېستي ډلو سره تړاو لري، اکاونټونه ورکوي او هغوی د دغو ټولنيزو شبکو په کارولو سره خپل د سخت دريځۍ پروپاګند په چټکۍ سره خپروي.

د راپور له مخې، فېس‌بوک او ټويټر وايي، دوی تر خپله وسه پورې د دغو وېب‎پاڼو له کارولو څخه د ترورېستي ډلو مخه نيسي خو متخصصين وايي، دغه ټولنيزې شبکې د دوو ډبرو تر منځ راغلي دي چې غواړي د ترورېستي ډلو په مخنیوي کې مرسته هم وکړي خو له امنيتي ادارو سره د کارکوونکو د معلوماتو د نه‌شريکولو پالېسي يې هم لاسونه تړلي دي.

ګوګل هم ويلي چې له نورو ټولنيزو شبکو ادارو سره کار کوي چې د ترورېزم د خپرېدو مخه ونيسي.

XS
SM
MD
LG