د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۶

ناټو افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمېر په اړه په لنډ وخت کې پرېکړه کوي


ناټو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغان ځواکونو د روزلو، سلا مشورې ورکولو او مرستې مأموریت ته به دوام ورکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ د اروپایي پارلمان غونډې ته د بلجیم په مرکز بروکسل کې وویل چې ناټو به د کړو ژمنو تر څنګ په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمېر په اړه پرېکړه وکړي.
نوموړي وویل:

"تر اوسه دې برخه کې کره وړاندیز نه‎دی شوی چې د غوڅ ملاتړ مأموریت بدل شي. تر دې دمه دا مأموریت د روزنې، همکارۍ او سلامشورې تر بریده دی او په پوځي عملیاتو کې برخه نه‌اخلي. خو موږ به د مې یا جون په میاشتو کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمېر او د پاتېدو د وخت په اړه پرېکړه وکړو."

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د سټولټنبرګ تر څرګندونو یوه ورځ مخکې ناټو د افغانستان له ملي اردو سره د روان کال او راتلونکي کال په ترڅ کې د مرستو مسئله وڅېړله او پرېکړه‌یې وکړه چې دا مرستې به دوام وکړي.

د مرستو په ارتباط تازه راپورونه له افغانستان سره د امریکا د متحده ایالاتو د پراخو مرستو خبر ورکوي.

نیویارک پوسټ ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې ښایي له افغانستان سره تر ۲۳ میلیارده ډالرو پورې مرستې وشي.

پر دې پیسو به د افغان ځواکونو ملاتړ وشي او له اداري فساد سره د مبارزې په ګډون به پر یو شمېر نورو برخو ولګول شي.

ریکس ټېلرسن: افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ کوو.
ریکس ټېلرسن: افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ کوو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون په واشنګټن کې خبري غونډې ته خبرې کولې، خو له افغانستان سره‌یې د مرستو مسئله یاده نه‎کړه خو ده وویل چې د داعش پر ضد به د امریکا مبارزه په ټوله نړۍ کې دوام وکړي.

رکس ټېلرسن چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مأمورانو ته خبرې کولې، وویل چې افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

ده زیاته کړه:

"دا چې څرنګه موږ د سولې په بهیر کې اصولي پرمختګ کولای شو، هغه څه دي چې موږ یې څارو. باید ووایم چې د ترورېستي شبکو هڅې یو مخ محدودې شي."

د راپورونو له مخې د ډونالد ټرمپ په مشرۍ د امریکا نوې اداره ښایي په بروکسل کې د مې په ۲۵مه د ناټو د مشرانو تر غونډې مخکې د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي اعلان کړې، په هغې کې به ښایي له افغانستان سره د واشنګټن مرستې معلومې شي او ممکن ناټو هم په دې غونډه کې د خپل پوځي حضور مسئله روښانه کړي.

XS
SM
MD
LG