د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

خوګیاڼی:ننګرهار چپرهار کې د طالبانو او داعش جګړې۲۴۰کورنۍ بېځایه کړي


د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، له تېرو درېیو ورځو راهیسې په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ خپلمنځي نښتې روانې دي چې له امله یې سلګونه کورنۍ بېځایه شوي دي.

د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي د چهارشنبې په ورځ ازادي ته وویل چې د دې نښتو په پایله کې داعش وسله والو د عامو خلکو کورونه سوځولي او دارنګه شااوخوا دوه نیم سوه کوره نورو سیمو ته بې ځایه شوي دي.

عطاالله خوګیاڼی.
عطاالله خوګیاڼی.

نوموړي زیاته کړه:

"د دې جګړې په جریان کې د عامو خلکو اووه کورونه د داعش او طالبانو لخوا سوځول شوي دي او یوڅلویښت کورنۍ جلال اباد ته راکډه شوي دي او دوه سووه کورنۍ هماغلته نورو سیمو ته بې ځایه شوي دي امنيتي ځواکونو د دې دواړو وسله والو پرضد پوره ترتیبات نیولي دي."

بلخوا امنيتي چارواکي بیا وايي، په چپرهار ولسوالۍ کې وسله والو ډلو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او یوازې د خپل موجودیت په خاطر غلچکي بریدونه کوي.

د ننګرهار امنیه قوماندان عبدالرحمن رحیمي ازادي راډيو ته وويل چې داعش وسله وال د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې د روانو عملیاتو پرمهال له سختو مرګ ژوبلو سره مخ شوي نو په خبره یې چې ځکه په چپرهار ولسوالۍ کې د خپل موجودیت په خاطر غلچکې بریدونه ترسره کوي.

عبدالرحمان رحیمي.
عبدالرحمان رحیمي.

نوموړي زیاته کړه:

"دښمن له هغه توان نه چې دی جبهه يي جنګ وکړي فقط دغه غلچکي بریدونه چې خپل موجودیت وښيي او خپلو بادارانو ته ووايي چې موږ موجود یو په دغه ډول دوی فعالیت کوي نور داسې حضور د دوی نشته چې خلکو ته د تشویش سبب شي."

په ورته وخت کې د چپرهار ولسوالۍ قومي مشر حاجي فیض الله وايي، په چپرهار ولسوالۍ کې داعش او طالب وسله والو د خلکو له کورونو نه سنګرونه جوړ کړي او تر اوسه حکومت د دې وسله والو پرضد جدي اقدام نه دی کړی:

"د خلکو د کورو نه دواړه ډلې د سنګر په توګه استفاده کوي نور د خلکو پیسې اخلي د خلکو مالونه ځان ته حلالوي خو حکومت تر اوسه داسې اقدام نه دی کړی چې دا وسله وال وځپي."

د ولایتي چارواکو په خبره له تېرو درېیو ورځو راهیسې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ وخت ناوخته جګړه روانه ده چې د دوی په خبره تر اوسه شااوخوا سل تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او دارنګه د دواړو وسله والو ډلو په بریدونو کې یوه ماشومه وژل شوې او څلور نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG