د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۸

شپږ افغان لوبغاړي ایران کې ګلف سیالیو کې ګډون کوي


په پام کې ده چې سبا د ایران د ګلف په نړیوال سیایلو کې له افغانستان څخه شپږ تنه لوبغاړي ګډون وکړي.

د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې د مطبوعاتو د برخې مسؤل منور شهزاد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د مې له پنځمې تر لسمې نېټې د ایران په تهران ښار کې دوام کوي:

"له افغانستان څخه سبا ۶ تنه لوبغاړي په دغو لوبو کې ګډون کوي او سبا ایران ته سفر کوي."

ښاغلي شهزاد د ایران د ګلف په نړیوالو سیالیو کې د افغان لوبغاړو ګډون په هېواد کې د ګلف سپورټ وده په ګوته کوي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان، ایران، بنګلدېش، پاکستان، لبنان او د ځینو نورو هېوداونو د ګلف ټیمونه ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG