ولسمشر ټرمپ به ډېر ژر پریکړه وکړي چې د افغانستان په اړه څه وکړي.
نیویارک پوسټ ورځپاڼه د افغانستان په اړه د ټرمپ د ادارې د نوې سټراتیژۍ په اړه مطلب په همدغو کرښو پیلوي اوپه دوام لیکي:
د ټرمپ د ملي امنیت په کابینه کې له څو اونیو بحثونو وروسته لوړپوړو چارواکو د تیرې جمعې په ورځ په دې اړه چې دغه جګړه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده، په څه ډول پرمخ بیول شي، د سټراټیژۍ پر اساسي ټکو موافقه وکړه.
د ورځپاڼې په وینا په دې بحثونو کې هغوی چې افغانستان کې د پوځي حضورد زیاتوالي پلویان و، بریالي شول.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د انتخاباتي مبارزې په جریان او له هغه وروسته د ولسمشرپه توګه د کارله پیلېدو راهیسې د افغانستان نوم ډېر نه دی یاد کړی، په وروستیو کې یې په ننګرهارکې د سخت دریځو وسلهوالو پر مرکزونو تر ټولو ستر غیر اټمي بم وغورځاوه چې د کارپوهانو په وینا هغه د دې ښکارندوي کوي چې نوموړي بېرته د افغانستان جګړې ته پام اړولی دی.
دغه راز په دې وروستیو کې افغانستان ته د ټرمپ د ادارې د لوړپوړو چارواکو سفرونه هم د دې بله نښه ده چې د افغانستان جګړه واشنګټن له پامه نهده غورځولې.
نیویارک پوسټ د دغې جګړې په اړه د ټرمپ د نوې سټراټیژۍ په اړه وړاندې لیکي، که څه هم له طالبانو سره د سولې موافقه هدف دی خو تر هغو چې دوی خبرو ته حاضریږي پرې حملې زیاتېږي.
د نیویارک پوسټ په لیکنه، د هغو چارواکو په وینا چې هویت یې پټ ساتل شوی او د نوې طرحه شوې سټراټیژۍ له محتوا خبر دي پر پلي کولو یې لږ تر لږه په کال کې ۲۳ میلیارډ ډالره لګښت راځي.
که د افغانستان په اړه د ټرمپ د ادارې په نوې سټراټیژۍ کې د پوځي هڅو د زیاتېدو ترڅنګ د شخړو د پای ته رسېدو حل لاره له طالبانو سره سوله ګڼل شوې،
واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ بیا دغه هدف یعنې د افغانستان د امن کولو لپاره څلور اقدامات مهم بولي چې باید په نوي سټراټیژۍ کې شامل او پرې عمل وشي.
لومړی، د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړي کېدو د هڅو د زیاتېدو ترڅنګ چې وکولای شي د وسلهوالو طالبانو وروستي پرمختګونه په شاه وتمبوي، باید په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې او القاعده ټول عناصر وځپل شي.
دوهم، دغه پوځي هڅې باید د یوې سیاسي سټراټیژۍ یوه برخه وي، هغه سټراټیژي چې مختلفو ستونزو او لانجو ته چې نشتوالي یې طالبانو ته د دې زمینه برابره کړې چې په دوامداره توګه پر سیمو کنټرول ټینګ کړي، ځواب ووایي.
درېیم، متحده ایالات باید دا روښانه کړي چې یوه بریالۍ نتیجه د دې غوښتنه نه کوي چې طالبان دې له پوځي پلوه مات شي بلکه هدف باید د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسه وي چې په نتیجه کې یې د طالبانو په ګډون د افغاني ټولنې د ټولو عناصرو ترمنځ روغه جوړه وشي.
واشنګټن پوسټ څلورم اقدام چې د افغانستان د امن کولو لپاره مهم بللی، سیمه ییزه اجماع ده.
د ورځپاڼې په وینا متحده ایالات باید دغه هدف ته د رسېدو لپاره د سیمې له هېوادونو سره ګډ کار وکړي.
د ټرمپ اداره باید د نورو مهمو لوبغاړو د دریځ د یو کولو لپاره د نړیوال تماس ډله فعاله کړي او روسیې، چین او ایران ته باید اساسي پیغام ورکړل شي چې موږ په افغانستان کې د سیاسي حل لارې غوښتونکي یو.