د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

ناټو او متحدانو یې بیا د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ د دوام ژمنه وکړه


د افغانستان د ملي اردو د حمایوي صندوق بورډ د مرسته کوونکو هېوادونو له استازو جوړ دی او د تنظیم چارې یې د امریکا د متحدو ایالاتو په غاړه دي.

پرون سې شنبه د افغانستان د ملي اردو د حمایوي صندوق د پلاوي په دې غونډه کې د ناټو غړیو او متحدانو د مرستندویه ټولنې له استازو سره یو ځای د افغانستان د امنیتي ځواکونو د اوږد مهالې مالي ملاتړ ژمنه تکرار کړه.

له دې غونډې وروسته ناټو په یوې اعلامیه کې د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبورګ له خولې وویل:

"زموږ د نن ورځې غونډې، د افغانستان او د دې هېواد د خلکو خوندیتوب او امنیت ته د ناټو او مرسته کوونکو هېوادونو دوامداره تعهد یو وار بیا څرګند کړ."

د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبورګ
د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبورګ

ینس سټولټبرګ د افغان ملي اردو دا حمایوي صندوق د افغانستان د حکومت سره د امنیت او ثبات په ټېنګښت کې د ناټو مهمه هڅه وبلله.

د افغان ملي اردو لپاره د حمایوي صندوق د مشرتابه د پلاوي په دې غونډه کې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ میلادي کلونو پر لاسته راوړونو او د ۲۰۱۸ میلادي کال لپاره پر پلانونو او د مرسته کوونکې ټولنې سره یې په هماهنګۍ بحث وشو.

د ناټو اعلامیه وايي چې دې غونډه کې همدارنګه د حساب ورکونې په یو ترتیب هم خبرې وشوې.

د افغانستان د ملي اردو د حمایوي صندوق د مشرتابه پلاوي له دې غونډې وروسته د ناټو په خپرې شوې خبر پاڼې کې همدارنګه ویل شوي چې دې غونډه کې په افغانستان کې دننه د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د بېلابېلو تمویلونکو سرچینو تر منځ په همغږۍ هم بحث وشو.

د ناټو اعلامیه کې د افغانستان د ملي اردو د حمایوي صندوق، د افغان پولیسو لپاره د قانون او نظم په نوم مالي صندوق چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پرواګرام یې اداره کوي، همدارنګه هغه مالي برخه چې افغان حکومت له خپلې بودجې امنیتي ځواکونو ته ورکوي او د افغان دفاعي ځواکونو سره د نورې دوه اړخېزې همکارۍ په ځانګړي توګه د امریکا د متحده ایالتونو دوه اړخېزې همکارۍ، د هغو سرچینو په توګه یادې شوي چې ترمنځ یې همغږۍ ته اړتیا ده.

ناټو د افغان ملي اردو حمایوي صندوق وروسته له هغې رامنځ ته کړ
ناټو د افغان ملي اردو حمایوي صندوق وروسته له هغې رامنځ ته کړ

ناټو وايي، د سې شنبې د ورځې په غونډه کې د افغان ملي اردو د حمایوي صندق له‎خوا د ځینو نویو ممکنو تدابیرو په اړه هم خبرې وشوې چې هدف یې د شریکې روزنې بهتره کول او په یو لړ مهمو برخو لکه د طبي مرستو په رسولو او چاویدونکو موادو په وړاندې د مبارزې برخو کې د افغان ځواکونو د وړتیاوو لوړول دي.

د ناټو له‎خوا د افغان ملي اردو حمایوي صندوق د مشرتابه د پلاوي د سې شنبې د ورځې په غونډه کې د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي هم برخه لرله.

ناټو د افغان ملي اردو حمایوي صندوق وروسته له هغې رامنځ ته کړ چې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په شیکاګو کې د ناټو پهسرمشریزه کې د افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ د دوام لپاره پر یو چوکاټ سلا وشوه.

له هغې راوروسته دا د افغان ملي اردو د حمایوي صندوق د پلاوي څلورمه عمومي غونډه ده.

تردې مخکې د دې حمایوي صندوق د مشرتابه پلاوي یو کال وړاندې د ۲۰۱۶ میلادي کال د مې د میاشتې په ۱۱ مه نېټه غونډه کړې وه.

XS
SM
MD
LG