د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۲

د بدخشان پر زېباک حمله کې ۷ ټپي افغان سرتېري تاجکستان کې بستر شوي


یو شمېر افغان پولیس چې د بدخشان ولایت په زېباک ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې ژوبل شوي، دا مهال د تاجکستان د اشکاشم سیمې په روغتون کې تردرملنې لاندې دي.

جارب کش یو له هغو ۷ افغان پولیسو دی چې په دې وروستیو کې د بدخشان ولایت په زېباک ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې ژوبل شوی دی.

دا سرتېری اوس د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ په مرکزي روغتون کې بستر دی.

جارب کش او ۶ تنه نور ملګري يې د زېباک په جګړه کې له ټپي کېدو وروسته د بدخشان اشکاشم سیمې ته وړل شوي دي.

د اشکاشم د مرکزي رغتون سرطبیب د ټپي شویو افغان سرتېرو د روغتیايي وضیعت په اړه د ازادي راډیو تاجګې څانګې ته وویل:

"د دې سرتېرو یو تن يې ساه ورکړې ده، یو تن مو عملیات کړ اوس ښه دی، یو بل باید بل روغتون ته انتقال کړو."

طالبانو د تېرې اپرېل میاشت په ۲۶ نېټه د بدخشان ولایت د زېباک ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ.

​که څه هم افغان چارواکي وايي چې د زېباک مرکز د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دی خو د سیمې خلک او د پولې اغاړه تاجک مقامات وايي، د زېباک په مرکز کې اوس هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

په زېباک کې ټپي شوی افغان سرتېری جارب کش وايي، ساعتونه يې مقاومت وکړ، خو د مهماتو د خلاصېدو له امله ېې پر شاه تګ وکړ.

نوموړي زیاته کړه:

"څلور ساعته مو له مخالفینو سره مقاومت وکړ، بالاخره مهمات مو خلاص شول او د نورو امنیتي ځواکونو لخوا کمک ونه رسېد، د پوستې قوماندان مو وویل چې باید له خپل موقیعت لرې شو، له پوستې چې سل متره لرې لاړوو زه په مرمی ولګېدم."

د افغان او تاجک چارواکو په وینا زېباک د بدخشان یوه ستراتیژیکه ولسوالۍ ده چې د تاجکستان له اشکاشم او د پاکستان له چترال سیمې سره پر پوله پرته ده.

د تاجکستان امنیتي مقاماتو ویلي د بدخشان ولایت په زېباک ولسوالۍ کې يې روانې جګړې ته په پام سره له افغان پولې سره خپل ځواکونه زیات او تیارسي کړی دي.

XS
SM
MD
LG