د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلین وايي، د کرکټ ملي لوبډلې درې لوبغاړي د کرکټ نړیوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې د نړۍ د ۱۰ غوره لوبغاړو په کتار کې راغلي.
د کرکټ بورد مرستیال عزیزالله فضلي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې محمد نبي عیسيخېل د الراونډرانو په کټګورۍ کې درېيم مقام اخيستى.
ښاغلی فضلي وایي چې شهزاد محمدي د شل اووريزو لوبو د توپوهنې په کټګورۍ کې اووم او راشد ارمان د يو ورځنيو لوبو د توپ اچونې په کټګورۍ کې پنځم مقام خپل کړی.