د کونړ د امنيه قوماندانۍ مسؤلین وايي، د دغه ولایت پر مرکز وسلهوالو مخالفینو د هاوان څلور مرمۍ او پاکستانیو ځواکونو د دانګام پر زوړ برول باندې د توپونو لسګونه مرمۍ ورولي چې چاته پکې ځاني زیان نهدی اوښتی.
د کونړ د امنيه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان نن ازادي راډیو ته وویل، د یکشنبې ورځې له ۱۰ تر ۱۱ بجو وسلهوالو مخالفینو د مرورې ولسوالۍ له غرونو پر مرکز اسعداباد د هاوان څلور مرمۍ راویشتلې چې پکې چاته ځاني زیان نه دی رسېدلی.
ښاغلي دهقان وویل:
"نن سهار وسلهوالو طالبانو د هاوان څلور ګولۍ پر مرکز اسعداباد را ویشتلي چې په خالي ځایونو کې لګېدلي او چاته پکې مرګ ژوبله نهده اوښتې."
خو داسعداباد د مرکزي روغتون یو ډاکټر چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې په اسعداباد کې د هاوان مرمیو د لګېدو له امله دوی ته پنځه ټپیان وروړل شوي؛ خو په خبره یې چې روغتیايي وضعیت يي ښه دی.
د کونړ مرکز اسعداباد هم د ولایت د نورو برخو په څېر د غرونو په منځ کې پروت دی چې تل د وسلهوالو مخالفینو د وړو او غټو وسلو د بریدونو ګواښ سره مخ دی.
تردې دمه وسلهوالو مخالفینو پر مرکز د ترسره شوي برید په اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې فریدالله دهقان زیاته کړه چې نن سهار یو ځل بیا پاکستانیو ځواکونو د دانګام ولسوالۍ د زوړ برول په سیمه د توپونو ډزې کړي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"د زوړ برول به ساحه پاکستانیو ځواکونو د توپونو دېرش ډزې کړي چې پکې چاته کوم ځاني زیان نهدی رسېدلی."
خلک وايي څو کاله کېږي چې پاکستاني ځواکونه د کونړ پرخاوره د توپونو ډزې کوي چې تر اوسه پکې په لسګونه کسان وژل شوي او ټپيان شوي او په سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي؛ خو تر اوسه افغان دولت د یادو بریدونو د مخنیوي او ودرېدو لپاره کوم کوټلی ګام نه دی پورته کړی.
د کونړ یو تن اوسېدونکی وایي:
"ډېر کلونه کېږي چې پاکستانۍ قواوې د کونړ پر سرحدي سیمو ډزې کوي؛ خو تر اوسه افغان دولت نه ځواب ورکړی او نه یې د مخنیوي لپاره داسې څه کړي چې په پایله کې يې دغه بریدونه بند شي."
د خلکو د دې غوښتنې په ځواب کې ډېری وختونه افغان دولت ویلي چې کولای شي چې پاکستان ته د ډزو ځواب په ډزو ورکړي؛ خو نه غواړي چې د دوی د ډزو او متقابلو بریدونو په نتیجه کې د ډېورند کرښې اخوا پرتو قومونو ته زیان واوړي.
راپور: روح الله انوري