د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۱

روسي پولیسو لسګونه اعتراض کوونکي نیولي


په روسیه کې پرون شنبه لسګونه تنه اعتراض کوونکي پولیسو ونیول.

د روسیې په زیاتو ښارونو کې، پرون شنبه لسګونه تنه له هغه کمپاین سره یوځای شوو چې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غواړي چې د جمهوري ریاست په راروانو انتخاباتو کې دې ځان نه‌کاندیدوي.

د مسکو یوې اوسېدونکې پرون ولسمشر پوتین ته په خطاب کې وویل:

"د حکومت واکمني باید د بدلېدو ځای ولري، پر اساسي قانون باید تېری ونه‌شي، خلک تر دې ښه ژوند غواړي، نه دا چې لا بد شي، ولادیمیر ولادیمیرویچ! ستاسې په ولسمشرۍ کې زموږ ژوند لا خراب شوی دی."

روسیه کې مظاهره چیان.
روسیه کې مظاهره چیان.

په روسیه کې چارواکو تر دې لاریون درې ورځې مخکې د "Open Russia Foundation" سازمان پر فعالیت د بندیز لګولو هڅې پیل کړې.

دا سازمان په روسیه کې د روان اعتراضي کمپاین تنظیموونکی دی.

د دې سازمان مشري، په روسیه کې پخوانی میلیاردر میخائیل خودروکوفسکي کوي.

خودروکوفسکي پرونی اعتراضي کمپاین، بریالی بللی دی.

هغه په یوه پيغام کې چې پریوټیوب خپور شوی، ویلي چې روسانو قانوني کار کړی او حق‌یې درلود چې د رخصتۍ په ورځ خپلې غوښتنې د جمهوري ریاست دفتر ته ورسوي.

خودروکوفسکي د تېرې جمعې په ورځ د روسیې له یوې راډیو سره په مرکه کې، د دې اعتراضي کمپاین د څرنګوالي په اړه وویل:

"لاریون کوونکي په هغو ښارونو کې چې چارواکو اجازه ورکړې، شعارونه، مایکروفونونه او د مظاهرې نور وسايل لېږدوي خو په هغو ښارونو کې چې اجازه نه‌ده ورکړل شوې، خلک په انفرادي ډول راځي او له ولسمشره د خپلې غوښتنې غږ کوي."

د اعتراض تنظیموونکو ویلي چې په اصل کې د روسیې په ۳۲ ښارونو کې د لاریونونو د ترسره کولو پلان جوړ شوی و خو چارواکو یوازې په یولس ښارونو کې د لاریون اجازه ورکړه.

په مسکو کې چارواکو دا کمپاین غیر قانوني بللی او ویلي یې دي چې له ګډون کوونکو سره به‌یې پولیس ګوري.

ولادیمیر پوتین اول وار، په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د روسیې ولسمشر شو.

هغه له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۲ میلادي کاله، د روسیې صدراعظم هم و.

XS
SM
MD
LG