د افغانستان دفاع وزارت وايي، طالبان کولای شي د افغانستان ډموکراټيک نظام ته په درناوي له تاوتريخوالي لاس واخلي او د سیاسي ډګر برخه شي خو دا چې د دوی سیاست نه دی زده او تر اوسه يې يوازې عادي افغانان وژلي دي، افغان ځواکونه بشپړه چمتوالی لري چې د دوی مخه ونيسي.
دا خبرې د طالبانو د هغې اعلاميې په عکس العمل کې دي چې نن خپره شوه او طالبانو په کې ويلي چې سږکال به پر سياسي او نظامي جبهه جګړه کوي.
ملالۍ بشير د دفاع وزارت له وياند جنرال دولت وزیري سره د دې موضوع په اړه مرکه کړې ده او په سر کې يې پوښتلي چې افغان ځواکونه څومره توانېدلای شي چې د طالبانو د حملو مخه ونیسي؟