د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۱

د روان لمریز کال اقتصادې ودې په اړه د اقتصاد وزارت اټکل


د افغانستان اقتصاد وزارت د روان لمریز کال لپاره د هېواد په اقتصاد کې د درې اعشاریه دوه سلنه ودې اټکل کوي.

د اقتصاد وزارت د کرنیزو محصولاتو ښه والی، د بودجې مصرف او د پانګوالو جلبولو ته په پام سره تمه لري چې روان لمریز کال په افغانستان کې اقتصاد ښه وده وکړي.

د دغه وزارت ویاند او د اقتصادي چارو سلاکار سهراب بهمن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان دولت به سږکال شااوخوا درې سلنه اقتصادي وده ولري.

سهراب بهمن.
سهراب بهمن.

ښاغلی بهمن د دې خوشبینۍ دلایل داسې وایي:

"څو مورده دي چې زموږ په اقتصادي وده کې مرسته کولی شي، لومړی د کرنې په برخه کې موږ خوشبین یو ځکه موسمي بارانونه شوي دي او بله د بودجې موضوع ده چې تېر کال د دولت ۵۵ فیصده بودجه مصرف شوه او سږکال تمه لرو دا شمېر ډېر شي که دا کار وشي پر اقتصادي ودي اغېز لرلی شي، د پانګونې د جلبولو موضوع ده چې تېر کال ډېره توجه نه وه ورته شوې وه او بل هغه څه چې د افغانستان دولت سره مرسته کولی شي سیمه ییزه همکاري او یا په سیمه ییزه سطح زموږ پانګه ونې دي."

ښاغلي بهمن د سیمي په سطح د چابهار او اقینې بندرونو افتتاح ته په اشارې وویل چې دا د افغانستان لپاره ډېر مؤثر واقع کېدای شي.

تر دې وړاندې د اسیا پراختیایي بانک په خپل یوه تازه راپور کې ویلي وو چې تمه ده د افغانستان اقتصاد روان لمریز کال تر دوه اعشاریه پنځه سنله وده وکړي.

په هغه راپور کې د دې کار دلایل ښه هوا، د کورنیو عوایدو ډېروالی او تر یوه حده د صنعتي سکټور بیا په کار اچول یاد شوي وو.

په راپور کې د افغانستان د اقتصاد وزارت چارواکو له قوله ویل شوي چې د روان کال اقتصادي وده کې ۲۳ سلنه د کرنې سکټور ، ۲۱ سلنه صنعتي سکټور او ۵۱ سلنه نور خدماتي سکټورونه برخه لري.

د اقتصاد وزارت شمېرې ښیې چې تېر کال د افغانستان اقتصادې وده تر دوه سلنې ډېره وه.

XS
SM
MD
LG