د چهارشنبې په ورځ د پکتیکا لسګونه قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو په یوه غونډه کې له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وښود او د بلخ د شاهین قول اردو په سرتېرو يې د وسلهوال برید غندنه وکړه.
یاده غونډه کې چې د قومونو او سرحدونو ریاست په تالار کې جوړه شوې وه، د پکتیکا د بېلابېلو امنیتي ارګانونو یو شمېر منسوبینو هم پهکې برخه اخیستې وه.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، ترهګریز بریدونه نهشي کولای افغانستان د پرمختګ له روان بهیره راوګرځوي.
ده په خپلو خبرو کې د بلخ پر شاهین قول اردو د وسلهوالو برید یاد کړ او ويېویل، دې پېښې له پخوا زیات ولس یو موټی کړی او د امنیتي ځواکونو سرهيې د خلکو خواخوږي ډېره کړې ده.
د پکتیکا والي د خبرو په یوه برخه کې وویل:
"موږ خپله خاوره پیدا کړې ده، ما خپل ساتونکی پیدا کړی ده، ما خپل مشر پیدا کړی ده، ما خپل بیرغ پیدا کړی ده، ما خپله سیکه پیدا کړې ده، ما په نړیوال ډګر کې خپل هویت پیدا کړی ده چې هر څومره موږ ووژنئ، بیا به هم دا خاوره به خاوره وي، دا وطن به وطن وي دا نظام به نظام وي، دا وطن نهماتېږي، موږ اوس پهدې باور یو چې دا هېواد اوس د هر افغان عزت دی، که دا سرتېري لرم د دې هېواد عزت به ساتلی وي او د دې ولس عزت به ساتلی وي."
مدني فعال خورشید کټوازي له امنیتي ځواکونو څخه د ولسي ملاتړ په باب وویل:
"همدا زموږ امنیتي ځواکونه دي چې شپه او ورځيې یوه کړې ده، مرګ تهيې ځان ورکړی، مرمۍ تهيې ځان ورکړی ده، ما او تا تهيې د ارام خوب زمینه برابره کړې ده، راځئ د یو افغان او مسلمان په صفت باندې د دوی تر څنګ په کلکه باندې ودرېږو او د دوی سره اوږه په اوږه موږ او تاسو هم قرباني ورکړو."
قومي مشر رئيس خان هم په خپلو خبرو کې له افغان امنیتي ځواکونو د ځايي خلکو د ملاتړ اعلان وکړ.
رئيس خان وویل:
"موږ خپلو زړورو سربازانو ته ډاډ ورکوو، قومونه مو په څنګ کې ولاړ دي، ټول قومي مشران، علماء او ځوانان د تاسې سره دي او ملاتړ مو کوي، ستاسو قربانۍ او زحمتونه هېڅ نههېروي، تاسو یاستئ چې د وطن هر خاین او ظالم درڅخه وېره لري."
بل لوري ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په ارګ کې د پکتیکا له قومي مشرانو سره د تېر ماښام په کتنه کې وويل چې افغان حکومت به د پکتيکا د امنيت په ټينګښت، د ولسواليو د لارو د خلاصولو او مخابراتي ستونزو د حل په برخه کې اړين اقدامات وکړي.
ولسمشر وويل ډېر ژر به د ده په شخصي پیسو د پکتيکا په شپږو ولسواليو کې د شپږو ښوونځيو د جوړولو چارې پیل شي.
راپور: نجیبالله الوخېل