د افغانستان دفاع وزارت د بلخ په ۲۰۹ شاهین قول اردو د څېړنو پایلې اعلان کړې.
د دغه وزارت نه نن په یوه خبرپاڼه کې ويل شوي د دوی د څېړنو پر اساس په دې حمله کې ۱۳۵ کسان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان دي.
په اعلامیه کې راغلي چې په وژل شویو کې ۱۰ افسران، ۲۶ بریدملان، ۹۴ سرتېري او ۵ ملکیان دي.
پخوا دې وزارت د وژل شویو او ټپي شویو شمېر له سله پورته ښوده.
دا په داسې حال کې ده چې د فرانسپرېس خبري اژانس د پنټاګون د یوه امریکايي چارواکي په وینا چې نهیې غوښتل نومیې واخیستل شي راپور ورکړی چې ۱۴۴ تنه پر قول اردو د حملې له امله وژل شوي.
د فرانسې خبري اژانس د امریکا د دفاع وزارت د دغه لوړپوړي چارواکي له خولې ویلي چې د جمعې ورځې په دې خونړي برید کې شااوخوا ۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه امریکايي چارواکي ویلي، پر ۲۰۹ شاهین قل اردو برید په ډېر غور په څو میاشتو کې پلان شوی دی.
د تېرې جمعې په ورځ لس تنه وسلهوال چې پوځي جامې یې پر تن وې د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې ۲۰۹ شاهین قول اردو ته د ټپي کس د لېږدولو په پلمه ننوتل او د دغې قول ادو په جومات او خوړنځای کې يې پر مېشتو افسرانو انتحاري او وسلهوالې حملې وکړې.
د یادې حملې مسؤلیت وسلهوالو طالبانو منلی او ویلي یې دي چې دغه برید یې د یادې ډلې د قوماندانانو د وژلو په غبرګون کې وکړ.
راپور: محمد امین کمالپوري