د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۱

نشه‎یي توکو سره د مبارزې وزارت په کندز کې یو معیاري لوبغالی جوړ کړ


نوی جوړ شوی لوبغالی
نوی جوړ شوی لوبغالی

په کندز کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په مالي لګښت یو معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کندز سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې دغه لوبغالی د نړیوالو معیارونو په سټنډرډ سره د ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت رغول شوی چې په یوه وخت د ۳ زره ننداره‎چیانو د ځایېدو ظرفیت لري.

په دغه ولایت کې د نشه‌يي توکو په وړاندې د مبارزې رئیس عبدالبصیر مُرشد رسنیو ته وویل، کندز یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د کوکنارو کرکېله په‌کې صفر ته رسېدلي ده، نو په همدې خاطر د نشه‌يي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت هر کال یو میلیون امریکايي ډالر له دغه ولایت سره مرسته کوي او هغه پیسې بیا په کندز کې پر یو شمېر لویو پروژو لګول کېږي.

د کندز نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې رئیس عبدالبصیر مُرشد
د کندز نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې رئیس عبدالبصیر مُرشد

ښاغلي مُرشد زیاته کړه:

"دغه لوبغالی په ۱۲ جریبه ځمکه کې رغول شوی چې دوه پوړه تعمیر لري، همدارنګه ۱۲ خونې لري او تر څنګ‌یې «VIP» خونې او تشنابونه هم په‌کې جوړ شوي دي او مالي لګښت‌یې ۳۴ میلیونه افغانۍ دی چې د نشه‌يي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت له‎خوا ورکول شوی."

په همدې حال کې د کندز والي اسدالله عمرخېل په خپلو خبرو کې وویل، د دې ولایت سیمه‌ییزه اداره چمتو ده څو په هر حال کې د دې ولایت په کچه د لویو پروژو پلي کولو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلي عمرخېل وویل:

"د دولت ضد عناصر د کوکنارو شومې پديدې له لارې تغذیه او اکمالېږي او د خلکو پر وړاندې ستونزې جوړوي او موږ خوشحاله یو چې دغه شومه پدیده په دې ولایت کې صفر ته رسېدلې ده."

په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي بیا په دې اړه وویل:

"دغه ډول پروژې خلک نور هم هڅوي چې د کوکنارو له کرکېلې څخه لاس واخلي، ځکه نړیوال هم دغه پدیده نه‌مني او موږ خوشحاله یو چې دغه پدیده په دې ولایت کې صفر شوې چې له کبله‌یې دغه لوبغالی جوړ شو."

د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي
د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي

بل‌خوا د کندز د سپورټ ادارې امر عبدالقیوم رحیمي وویل، له دې وړاندې په دې ولایت کې یو معیاري لوبغالی هم نه‌و او د سپورټ مینه‌وال له ډېرو ستونزو سره مخ وو، خو د دغه لوبغالي په جوړېدو سره د دوی ستونزې هوارې شوي دي.

نوموړي وویل:

"د دې لوبغالي جوړول د ځوانانو پر روحيې مثبت تأثیر کوي، څو هغوی ښه سپورټ وکړي او په راتلونکو کلونو کې هېواد ته ښې لاسته راوړنې ولري."

د معلوماتو له مخې، کندز د هېواد یو له هغو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې په دې وروستیو څو کلونو کې د دې ولایت ځوانان د سپورټ په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري.

راپور: اجمل آرین

XS
SM
MD
LG