د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

جنرال هدایت: د خلکو له همکارۍ پرته ډاډمن امنیت شونی نه‎دی


د هرات د ۲۰۷ ظفر قول اردو نوی قوماندان وايي، که‎ د خوست د خلکو په شان د افغانستان د لوېدیځې حوزې د ولایتونو خلک د خپلو امنیتي ځواکونو سره همکاري ولري، نو په هغو ولایتونو کې به هم د خوست په شان ښه امنیت رامنځته شي.

برید جنرال ناصر هدایت چې له شپږ نیمو کلونو راهیسې په خوست کې د ملي اردو د لومړۍ لوا قوماندان و، د بلخ په شاهین قول اردو د وسله‎والو له وروستي برید وروسته چې په ملي دفاع وزرات کې کومې نوې ګمارنې وشوې، په هماغو ګمارنو کې د افغان ولسمشر له‎خوا په هرات کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د نوي قوماندان په توګه وګمارل شو.

د غونډې ګډون وال
د غونډې ګډون وال

د سې شنبې په ورځ په خوست کې د مخه ښې هغه مراسم چې د جنرال ناصر هدایت لپاره نیول شوي وو، جنرال هدایت وویل، په خوست کې د خلکو او امنیتي ځواکونو همکاري او د امنیتي ادارو تر منځ همغږي د ښه امنیت لاملونه دي.

ده وویل، که د غرب حوزې خلک هم د خوستوالو په شان خپل نظام او امنیتي ځواکونو سره ښه همکاري ولري، نو د هرات، بادغیس، غور او نیمروز ولایتونو امنیت به لا نور ښه شي.

د ظفر قول اردو نوی قوماندان زیاتوي:

"ستاسو همکاري ستاسو نجات دی، ستاسو مینه او همکاري د تل لپاره زما په زړه کې ان‌شاءالله ځای لري، ستاسو د مېړنیو ولسونو همکاري به ما ته د مثال یوه بېلګه وي چې د هرات په ولایت او ټول زون کې به‌يې تشریح کړم چې که غواړئ په هرات کې، په بادغیس کې په غور کې په نیمروز کې امنیت راشي، نو د خوست د خلکو نه‌يې زده کړئ، د خپل نظام تر څنګ ودرېږئ او همکاري وکړئ تر څو امنیت راشي."

د خوست د ملي امنیت رئيس برید جنرال برکت‌الله څمکني د ظفر قول اردو د قوماندان په توګه د جنرال ناصر هدایت ګمارنه پر ځای وبلله او ويې‌ویل، د خوست په امنیت کې د نوموړي جنرال ونډه څرګنده وه.

جنرال برکت الله څمکنی
جنرال برکت الله څمکنی

جنرال برکت‌الله څمکني وویل:

"د ده هغه ورځ په موسی‎خېلو کې زما نه‌هېرېږي چې ما ته‌يې زنګ وواهه چې نور زه جنرال نه‌یم، زه یو عسکر یم، د جنرالۍ جمپر يې له ځانه وباسه، ماشیندار ته په خپله کېناسته، هغه د موسی‌خېلو ولسوالۍ بنده لاره‌يې د شپې تر لسو بجو په خپل لاس خلاصه کړه، دی ډېر با افتخاره جنرال دی او ډېرې هلې ځلې يې د خوست په امنیت کې کړې دي."

په غونډه کې ویناوالو وویل چې جنرال ناصر هدایت د امنیتي منسوبینو سربېره د خوست خلکو او شته مدني بنسټونو او ټولنیزو سازمانونو له استازو سره هم نېږدې اړیکې پاللې.

په‎دې اړه د مجاهدینو شورا مشر مولوي محمد سردار ځدراڼ وویل:

"د خوست مجاهد ولس د قوماندان صیب د ټولو اخلاقي، وظیفوي، اسلامي، جهادي ټولو کړنو نه‌رضایت لري او په داسې جنرال او قوماندان باندې افتخار کوي."

یاده دې وي، وسله‎والو طالبانو د تېرې جمعې په ورځ په بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو حمله وکړه او د ځینو سرچینو په وینا په یاده حمله کې د ملي اردو ۱۴۰ سرتېري ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

تر پېښې وروسته د افغانستان دفاع وزیر عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدم‌شاه شهیم له خپلو دندو استعفا وکړه چې ولسمشر غني یادې استعفاوې ومنلې.

همدارنګه بیا د ولسمشر له‎خوا طارق‌شاه بهرامي د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر او شریف یفتلي د لوی درستیز په توګه وټاکل شول، د دې تر څنګ د ظفر قول اردو قوماندان امان‎الله د بلخ د شاهین قول اردو د قوماندان او د خوست د اولې لواء قوماندن جنرال ناصر هدایت هرات کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG