د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی وطندوست وايي، د ولسي جرګې غړی ظاهر قدیر د دې جرګې د کورنیو دندو هغو اصولو ته چې په جوړولو کې يې نوموړي پهخپله ډېر رول درلود، درناوی نهکوي.
ښاغلي ځاځي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هغه مهال چې ظاهر قدیر د ولسي جرګې لومړی مرستیال و دا پرېکړه وشوه چې په هره جلسه کې يو غړی شل ورځې غیر حاضري وکړي ټول امتیازونه ترې اخیستل کېږي او د جرګې په ناستو کې د ګډون حق نهشي لرلی.
نوموړی وايي:
"دا د داخلي دندو اصولو ته بېپروايي او پهخپل ځان د ده لهخوا د قانون نهپلي کول ښيي او موږ ډېر تعجب وکړ چې دغه اصول دوی پهخپله جوړ کړي هغه وخت چې د ولسي جرګې مرستیال و او اوسيې په وړاندې اعتراض کوي."
د دغې جرګې د کورنیو دندو د نوې لایحې د ۷۳ مادې د دوهمې فقرې له مخې د ولسي جرګې په غونډو کې که هر غړی شل ورځې غیر حاضري وکړي خپل ټول امتیازات له لاسه ورکوي او د دغې جرګې په عمومي او د کمېسیونونو په ناستو کې ګډون نهشي کولای.
خو د ولسي جرګې غړی ظاهر قدیر چې تېر کال د دغې جرګې لومړی مرستیال و د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په عمومي ناسته کې ویلي هېڅڅوک دا توان نهلري چې دې جرګې ته د نوموړي د راتګ مخه ونیسي.
ښاغلي قدیر زیاته کړه:
"څلور میاشتې کېږي چې له خپل معاش څخه خبر نهلرم او نه مې اخیستي، يو کال نور يې هم قطع کړئ،خو په کومه ورځ چې زه د ملي شورا دروازې ته راشم، نو زه بیا نه بهزاد یم او نه بل څوک، زه به هغه نر وګڼم چې زما په وړاندې ودرېږي."
وموغوښتل د عبدالقادر ځاځي د دې خبرو په اړه چې د ښاغلي ظاهر يادې څرګندونې یې د قانون په وړاندې بېپروايي بللې د ښاغلي ظاهر قدیر نظر هم واخلو خو د پرلهپسې اړیکو با وجود بریالي نهشو.
د ولسي جرګې د کورنیو دندو د اصولو څخه د سرغړونې په تړاو تر دې مهاله د دې جرګې له نهو غړو څخه ټول امتیازات اخیستل شوي او ولسي جرګې ته د راتګ اجازه نهلري.
ښاغلي ځاځي وویل چې دغه نهه تنه نور نهشي کولای چې د دې جرګې په عمومي او د کمېسیونونو په ناستو کې ګډون وکړي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې يو له هغو نهو تنو چې د ولسي جرګې لهخوا د ټولو امتیازتو څخه محروم شوی، د ده په وړاندې دغه پرېکړه غیر قانوني او سیاسي ګڼي.
د ولسي جرګې غړی بشیر احمد تهینج وايي:
"زما په اړه چې کومه پرېکړه شوې، په پرېکنده ډول د اصول خلاف ده او سیاسي انګېزه لري."
د افغانستان د حقوقپوهانو ټولنه هم په دې باور ده چې د ولسي جرګې دا مصوبه قانوني حیثیت لري او د دې جرګې هر غړی يې که مخالفت کوي د قانون په وړاندې زورواکي ګڼل کېږي.
د دغې ټولنې مرستیال ګل احمد مددزی وايي، د ولسي جرګې اداري پلاوی مکلف دی د دې جرګې پرېکړه د ولسي جرګې په ټولو غړو يو شان پلې کړي.
راپور: واصل وصال