د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۵

کندهار کې د وژل شویو سرتېرو په یاد ختم او شمعې بلې شوې


په کندهار کې لسګونه ځوانانو د شاهین قول اردو په حمله کې د وژل شویو سرتېرو د ارواح د خوښۍ په پار د قران کریم ختم وکړ، د هغوی په یاد یې شمعې بلې کړې او په دې توګه‌یې د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي وکړه.

دغه مراسم پرون ماښام ناوخته د کندهار ښار په عینو مېنه کې جوړ شوي وو.

ګډون‎والو له ځان سره شعارونه او د ملي اردو د سرتېرو تصویرونه هم لرل.

د مراسمو دوو ګډون‎والو غفور فیروز او عصمت‎الله ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه حمله وغندله او له حکومته‌يې غوښتنه وکړه چې په پېښه کې ښکېل کسان دې محاکمه کړي.

دوی وايي:

"فیروز، د شاهین قول اردو پر سرتېرو شوی برید د اسلام د سوله‎ییز تعبیر او انساني اقدارو خلاف عمل او په تمامه معنی یو وحشت دی."

"عصمت‌الله، موږ ټول په یوه غږ دغه برید غندو او له حکومته د پېښې جدي پلټنه او عاملینو ته‌یې سخته سزا غواړو."

په مزار شریف کي پر شاهین قول اردو حمله چي د تېرې جمعې په ورځ د لمانځه پر مهال د وسله‎والو طالبانو له‎خوا وشوه د وروستیو راپورونو پر اساس شااوخوا ١٤٠ سرتېري ووژل شول او تر یو نیم سل زیات نور ټپيان شول.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG