د پکتيا ولسي جرګې، ولايتي شورا وکيلان او مدني فعالان شکايت کوي چې په دې ولايت کې ناقانونه وسلهوال زيات شوي او ښايي ورځ تر بلې د دې ولايت په امنيت منفي اغېز وکړي.
د پکتيا ولايتي شورا وکيل تاج محمد منګل ازادي راډيو سره په ځانګړو خبرو کې په حکومت د بېغورۍ تورونه پورې کړل او څرګندهيې کړه چې د دې ولايت په مرکز او لیرو پرتو سيمو کې د نامسؤله وسلهوالو زيادښت اندېښمن کړي دي او دغه اندېښنې يې له امنيتي چارواکو سره په خپل وخت شريکې کړې هم دي.
نوموړی وايي:
"د ګردېز په ښار کې غير مسؤله وسلهوال تر پوليسو زيات دي، داسې خلک چې هېڅ دنده او وظيفهيې نهده معلومه او داسې خلک دي چې خلاصې تڼۍ ګرځي څه يې چې خوښ وي هغه ترسره کوي ځينې ډلې ټپلې دي د همدې موضوع په اړه مو د پکتيا امنیه قوماندان سره خبرې او ناستې کړې دي، د مرکز مربوط د پوليسو تر حاکميت لاندې ساحو کې دغه وسلهوال ګرځي چې د مخنيوي غوښتنې مو يې کړې دي."
نوموړی دا هم وايي، که امنيتي ځواکونه او امنيتي ادارې د منظم پلان له مخې په ښار کې د نامسؤله وسلهوالو د مخنيوي اقدام ونهکړي راتلونکی به ستونزمن او نا امنه وي.
د نامسؤله وسلهوالو د زياتوالي خبره په پکتیا کې د سمون کلتوري ټولنې مشر سميعالله پيوند هم وکړه او ويېويل چې دوی په ښار کې د ناامنيو زياتېدو وېره څرګنده کړې او ولايتي ادارې تهيې شکايت کړی دی.
نوموړی وايي:
"په دې وروستيو کې د مرکز ګردېز او اړوند نورو ساحو کې د نامسؤله وسلهوالو رښتيا هم زیات شوي، ځيني قومي مشران، وکيلان او ان مدني فعالان هم ناقانونه وسلهوال ګرځوي، په اکثره سيمو او پېښو کې د ناامنۍ لامل دوی دي، اوس حکومت ته په کار دي چې د دغه نوي زخم مخه ډب کړي وروسته که دغه لوی شي او په يو دود بدل شي بيا به له هر چا سره غير قانوني وسلهوال وي او مخه نيول بهيې ډېر سخت وي."
د ولايتي شورا رئيس عالمير بهرامزوی وويل، دوی په ډېرو اداري جلسو کې حکومت ته خبر ورکړی دی او غوښتنهيې ترې کړې چې د سيمو د امنيت لپاره د نامسؤله وسلهوالو مخه ونيسي.
ښاغلي بهرام زوی زیاته کړه:
"د ولايتي شورا موقف او غوښتنه هم همدا وه چې د غير قانوني وسلو ګرځوونکو مخه ونيول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي تاسې وليدل چې په ګردېز ښار کې يو شمېر خلک په شهادت ورسېدل او ځيني زخميان شول، حکومت ډاډ راکړی چې دوی بهيې مخه نيسي او که دا کار ونهشو نو بيا به هم موږ دا غږ پورته کوو."
د ده په خبره که د دغو ستونزو مخه په خپل وخت ونهنيول شي بيا به حکومت او ولس دواړو ته يو لوی سردرد پيدا شي چې له کنټروله بهيې عاجز وي.
په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازي محمد نواب منګل هم ازادي راډيو سره په خبرو کې خپله دغه اندېښنه چې د نامسؤله وسلهوالو زياتوالي اندېښمن کړی داسې شريکه کړه:
"په امنيت کې يې يوه غټه خلا رامنځته کړې او خلک په تشويش کې کېږي او خلک اميد له لاسه ورکوي او کله چې ناقانونه وسلهوال ګوري، ښه خبره دا ده چې د پکتيا امنيتي چارواکي په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي."
د پکتيا امنيت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزي د ناقانونه وسلهوالو د وسلو ټولولو لپاره د اقداماتو ژمنه وکړه او ويېويل دوی به د ټولو غير مسؤله وسلهوالو په وړاندې درېږي.
ښاغلي عبدالرحیمزي زیاته کړه:
"تاسې ته بهتره معلومه ده چې نوې مې وظيفه اشغال کړې ده، دا شکايتونه موجود دي په خپله مې د دې خلکو د بېوسلو کېدلو پلان جوړ کړی او زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د دې ستونزې د هواري په برخه کې به زموږ له ګړنديو ګامونو څخه خبر شئ."
د ناقانونه وسلهوالو د زياتوالي خبره په داسې حال کې کېږي چې په تېرو شپږو مياشتو کې د دې ولايت په مرکز ګردېز اړوند سيمو او يو شمېر ولسواليو کې زيات شمېر تجارانو، مطرح څېرو او يو شمېر خلکو ته د نامسؤله وسلهوالو له لوري ستونزې پېښې شوې وې.
راپور: داود تپان