پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د تیرې جمعې د ورځې د خونړۍ حملې وروسته د دفاع د وزیر په ګډون د لوړ پوړو چارواکو د استعفا مسئله ډېره توده شوې وه.
نن دا مسئله تائید شوه چې دفاع وزیر، لوی درستیز او د دغې قول اردو درې قوماندانانو ظاهراً استعفاوې کړي دي.
دغې حملې ته په پام سره چې مسؤلیت یې وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی او چارواکي یې د ملي اردو د نژدې ۱۵۰ افسرانو او سرتېرو د وژلو او په لسګونو نورو د ټپي کېدو خبره کوي، څومره مسؤلیت دغو د دفاع وزارت لوړپوړو چارواکو ته متوجه دی؟
دا پوښتنه نوریاس نوري د مرکې په پیل کې د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون له غړي صالح محمد صالح څخه کړې.
ښاغلي صالح یې په ځواب کې وویل: