د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

خوست کې موټر بم برید څلور سرتیري وژلي او شپږ یې ټپیان کړي


نن د دوشنبې په ورځ ماسپښین مهال د خوست لویدیځ لوري ته د کاروان سرای په سیمه کې د ولایتي قواوو د سرتېرو په یوې امنیتي پوستې د پلانکوچ موټر په واسطه موټر بم شوی دی.

نن ناوخته مازدیګر خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت ازادي راډیو ته وویل چې په‎دې برید کې د ولایتي قواوو یا د کمپاین ځواکونو څلور سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د خوست امنیه قوماندان زیاتوي چې په یاد برید کې دوه وړې نجلۍ هم چې له کوره دباندې يې لوبې کولې، برسیرنې ټپیانې شوي دي.

خوست امنیه قوماندان وايي چې موټر بم برید په خوست کې زاړه هوايي ډګر سره نېږدې شوې دی.

په یاده سیمه کې له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې د امریکايي سرتېرو یوه پوځي اډه موجوده ده.

خوست امنیه قوماندان وویل:

"د خوست د ښار شرقي لوري ته د زاړه میدان شرق خوا ته زموږ د ولایتي قواوو یا د کمپاین په یو چک پاینټ چې هلته د دوی یوه پوسته هم موجوده ده، په هغې موټر بم حمله وشوه چې په هغه کې د کمپاین څلور سرتیري په شهادت رسیدلي دي او شپږ تنه يې زخمیان دي، د دې ترڅنګ زموږ دوه وړۍ نجلۍ هغه هم سطحي ټپیانې شوي دي، د لومړنیو مالوماتو له مخې موټر بم پلانکوچ ډوله موټر وو."

د پېښې سیمې ته نېږدې اوسیدونکي وايي چې چاودنې ډېر دروند غږ لاره او له کبله يې د کورونو دروازې، کړکۍ او شیشې ماتې شوي دي.

د پېښې سیمه تر ډېره وخته کلابنده وه او چاته پرې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېده.

یادې سیمې کې د ۲۰۱۵ میلادي کال د روژې په وروستیو شپو ورځو کې هم ماښام ته نېږدې ورته موټر بم برید شوی وو چې د ولایتي قواوو د یو شمېر سرتېرو په ګډون يې لسګونو ملکیانو، ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

پخواني:

نن دوشنبه ماسپښین یوه بجه د خوست ښار اړوند ختیځ لوري ته د کاروان سرای په سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې موټر بم برید شوی دی.

د یادې چاودنې غږ تر ډېرو لیرې پرتو سیمو واورېدل شو.

سیمه د امنیتي ځواکونو له‌خوا کلابند شوې او چاته اجازنه نه‌ورکول کېږي چې د پېښې ځای ته نېږدې ورشي.

یاده سیمه د هوايي میدان په نوم یادېږي په‎دې کې د امریکايي ځواکونو پوځي اډه هم موجوده ده.

عموماً د پېښو پر مهال ولایتي قواوې د پېښې ساحه د امنیتي پوښښ لاندې نیسي او تر څو چې د دوی پلټنې بشپړې نه‌شي، تر هغه پرې عامو خلکو ته د تګ او راتګ اجازه نه‌ورکوي.

په‎دې مسیر د خوست ځاځي میدان، ترېزيو، صبریو، باک او لکڼو ته غځېدلی سړک پروت دی او د یادو سیمو موټر پرې تګ او راتګ کوي.

د خوست د عامې روغتیا سرپرست رئيس ډاکتر ګل محمدالدین محمدي ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه یوه ټپي شوې ۱۲ کلنه نجلۍ د پېښې نېږدې سیمې څخه د ښار کمکي معالجوي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوې ده.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG