د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

کندهار کې د کتاب لوستلو فرهنګ کم شوی


د اپرېل ۲۳مه د کتاب نړیواله ورځ ده، دا ورځ د ملګرو ملتونو د فرهنګي، علمي او روزنیز سازمان، یونېسکو له‎خوا رامنځته شوه چې د نړۍ په څه باندې ۱۰۰ هېوادونو کې دا مهال لمانځل کېږي.

د کتاب په نړیواله ورځ کتاب چاپوونکي، کتاب خرڅوونکي او د کتاب مینه‎وال په ګډه سره کار کوي او خلک کتاب لوستلو ته هڅوي.

په کندهار کې د ځينو شخصي کتابتونونو تر څنګ يو عامه کتابتون هم شته چې ۱۴ زره بېلابېل سیاسي، فرهنګي، تاریخي، ساینسي، اسلامي او نور کتابونه په‎کې شته.

دغه کتابتون ته د ورځې په اوږدو کې لسګونه ځوانان د ازادې مطالعې لپاره ورځي چې زیاتره‌يې د ښوونځيو زده‎کوونکي او محصلان دي.

د کندهار په عامه کتابتون کې په مطالعه بوخت کسان وایي، په دغه کتابتون کې د هرې موضوع لپاره ځانګړي کتابونه شته او دوی ورڅخه د خپلو درسونو او اضافي معلوماتو لپاره د پياوړو مأخذونو په توګه استفاده کوي.

دوی زیاتوي:

"زما نوم عزت‌الله دی او د کندهار پوهنتون د افتصاد پوهنځي محصل یم، زه ډېر وخت دلته راځم او خپل د خوښې وړ کتابونه مطالعه کوم."

"زما نوم عبدالله دی، د حقوقو د پوهنځي محصل یم، دلته د خپل پوهنځي اړوند کتابونه پیدا کوم او معلومات‌يې راټولوم."

د افغانستان په څېر يوه هېواد کې چې د ګڼو سيمو اوسېدونکي يې ان د ښوونځيو کتابونو ته هم لاسرسی نه‎لري، د کتاب ویل په‎کې نوې خبره ده.

د کندهار د عامه کتابتون مسؤل عبدالصمد ستري د کافي کتابونو نشتوالي ته په اشارې وايي چې دغه ستونزې په خلکو کې د مطالعې فرهنګ کمزوری کړی.

د ستري په وینا کندهار کې دا مهال د مطالعې لپاره کافي کتابونه نه‌شته او که وي هم لاسرسی يې کم دی.

نوموړی وایي، د ښوونځيو په ګډون په علمي مؤسساتو کې د اړتیا وړ کتابونه نه‌شته او په دې برخه کې عامه او پراخ کمپاين ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د تخصص د برخې کتابونه کم لرو لکه د اقتصاد، طب، انجنیري، زراعت چې د دې کتابونو مینه‎وال زیات دي اما عمومي، تاریخي، ادبي او نور کتابونو زیات لرو."

د ځینو څېړونکو په وینا افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د کتاب د لوستلو دود ورځ په ورځ په‎کې کمزوری کېږي، په ځانګړي توګه د کتابونو په لیکلو او لوستلو کې د مېرمنو ونډه کمه ده.

په عین وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو ویلي، په تېرو ۱۳ کلونو کې توانېدلي چې د هېواد په ښارونو او ځینو اطرافو کې د کتاب ويلو په هدف کتابتونونه جوړ کړي.

دغه وزارت په کندهار کې تېر کال د یوه لوی کتابتون د بنست ډبره کېښوده خو تر اوسه‌يي لا د بیارغونې چارې نه‎دي پیل شوي.

راپور : محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG