په افغانستان کې د "افغان - ترک"ښوونځیو د زده کوونکو کورنیو د افغانستان او ترکیې له حکومتونو څخه هیله وکړه چې په افغانستان کې دې د افغان - ترک ټول ښوونځي پر خپل حال پرېږدي او د ترکیې د حکومت کومې بلې ادارې ته دې نه سپاري.
دغه کورنۍ چې د شنبې په ورځ یې په کابل کې د افغان ترک په ښوونځي کې راټولې شوې وې تاکید یې وکړ چې په افغانستان کې د افغان ترک اوسني ښوونځي د زده کړو له منل شویو معیارونو سره سم فعالیت کوي او دغه سیسټم دې د سیاست قرباني نه شي.
په کابل کې د افغان ترک د لیسې د یوه زده کوونکي مور ملالۍ بارکزۍ وویل:
"دا یو تجربه شوی بنسټ دی موږ ترې راضي یوو، له دې ښوونځیو وړ زده کوونکي فارغ شوي، موږ د دې لپاره را غونډ شوي یوو چې پرې نه ږدو دغسې یو بریالی بنسټ د سیاست ښکار شي."
د دغه ښوونځي د یو بل زده کوونکي پلار فضل الرحمن مصلح وویل، ترکیه دې په افغانستان کې نور ښوونځي جوړ کړي، دا ښوونځي دې پرخپل حال پرېږدي:
"زموږ او د ترکانو دوستي پخوانۍ ده، ورته وايئ چې په دې کار کې ګوتې ونه وهي، که دوی غواړي چې په افغانستان کې ښوونځي جوړکړي، جوړ دې ېې کړي، دا یوازېني ښوونځي دي چې زموږ بچي یې ښه وروزل."
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ترکیې حکومت تصمیم نیولی چې په افغانستان کې د افغان ترک د ټولو ښوونځیو چارې د ترکیې د حکومت یوې دولتي ادارې ته وسپاري.
ترکیه دا تصمیم په داسې حال کې نیسي چې شااوخوا لس میاشتې مخکې په ترکیه کې د موجوده حکومت پرضد یوه ناکامه کودتا وشوه چې لسګونه کسان پکې ووژل شول، په سلګونو ټپیان او ګڼ شمېر زندانونو ته واستول شول.
د ترکيې حکومت د دغې کودتا تور په ترکي نژاد فتح الله ګولن چې د امریکا تابعیت لري، لګولی او ویلي دي چې په افغانستان کې د افغان - ترک په نامه ټول ښوونځي، له فتح الله ګولن پورې اړه لري.
د ترکيې حکومت فتح الله ګولن خپل مخالف ګڼي او نه غواړي چې په افغانستان کې د هغه فعالیتونه جاري وي.
په کابل کې د افغان - ترک ښوونځي د معلوماتو له مخې، په افغانستان د افغان - ترک ښوونځي له ۱۹۹۵ میلادي کال راهیسې فعالیت کوي چې تراوسه ترې څه باندې ۶۰۰۰ زده کوونکي فارغ شوي او اوسمهال یې د مرکز او ولایتونو په ښوونځیو کې څه باندې۸۰۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
په کابل کې د افغان ترک د ښوونځي یوې ترکۍښوونکې مېرمن ګلبهار وویل، د افغانستان په سختو شرایطو کې یې ۱۵ کاله د افغانانو بچیان روزلي دي.
دې له افغان حکومته هیله وکړه چې د ترکیې د حکومت له دغه تصمیم سره دې موافقه ونه کړي.
د ښوونې اوروزنې د چارو پوهان وايي، په افغانستان کې افغان - ترک ښوونځیو ښه نتیجه ورکړې او د سسټم بدلول به یې روان ښوونیز نظام له ستونزو سره مخ کړي.
د پوهنې وزارت پخواني مرستیال صدیق پتمن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"کله چې څوک فیس ورکوي؛ نو حق لري چې د ښوونځي د ادارې او د تدریس په موضوع کې برخه ولري، بله دا چې افغان حکومت دا تړون د ترکېې له حکومت سره نه دی کړی؛ بلکې له دغې انجیو سره یې کړی دی، هیله ده دا موضوع د حکومتونو په کچه نه بلکې د افغان حکومت اوانجیو د تړون په نظر ورته وکتل شي او سیاسي اړخ ور نه کړل شي."
په کابل کې د افغان - ترک د لېسې زده کوونکو په یو سرخلاصي لیک کې له افغان حکومته وغوښتل چې د دوی د ښوونځیو په اړه دې د ترکې د حکومت له تصمیم سره مخالفت وکړي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د افغان حکومت نظر ولرو؛ خو چارواکو په دې هکله له څه ویلو ډډه وکړه.
سره له دې چې افغان حکومت په دې اړه رسمي دریځ نه دی اعلان کړی؛ خو د افغان - ترک د ښوونځیو ښوونکي او زده کوونکي وايي چې افغان حکومت د ترکیې د حکومت پرېکړې ته خوشبینه دی.
د زده کوونکو د کورنیو غړیو داهم وویل، که افغان حکومت د ترکیې د حکومت تصمیم عملي کړي، پر وړاندې به یې پر اعتراضونو لاس پورې کړي.
راپور: خان محمد سیند