د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

سوداګرۍ نړیواله خونه: افغانستان کې سترې پانګې د بیمې تر پوښښ لاندې راغلي


د سوداګرۍ نړیواله خونه وايي، په افغانستان کې د پانګو د جلبولو لپاره په دې هېواد کې سترې پانګې اچونې د بیمې تر پوښښ لاندې راغلې دي.

په افغانستان کې د پانګې اچونې په برخه کې د تضمین نشتوالی هغه ستونزه ده چې د سوداګرۍ نړیوالې خونې په باور، په وروستیو کلونو کې یې، په افغانستان کې د بهرنیو پانګو اچونو مخه نیولې ده.

خو اوس دغه خونه وايي چې د «مېګا» یا د پانګې اچونې د هر اړخیز تضمین له سازمان سره‌یې خبرې اترې روانې دي چې په افغانستان کې د پانګې اچونې د بیمې د نه‌شتون ستونزه له‌منځه یوسي.

په افغانستان کې د سوداګرۍ د نړیوالې خونې ویاند قدیر بهمن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د بهرنیو پانګو اچونو او د پانګه‌والو د ژوند نه‌خوندیتوب هغه ستونزه ده چې له امله‌یې په وروستیو څو کلونو کې، بهرنیو پانګه‌والو زړه نه‌دی ښه کړی چې په دې هېواد کې پانګې واچوي.

نوموړی ټینګار کوي چې د پانګې اچونې دغه بهرني شرکتونه د بیمې تر پوښښ لاندې راغلی او په هېواد کې به بهرنیو پانګو اچونو ته، اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي زیاته کړ:

"کومې اړیکې چې مو له نړیوال بانک او مېګا سره ټینګې کړي په پام کې ده چې په افغانستان کې د مېګا د خدمتونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل او وکړای شو په افغانستان کې د مېګا د خدمتونو لپاره زمینې برابرې کړو، له نړیوالې ټولنې او افغانستان څخه غواړو چې د کورنیو او بهرنیو پانګو د بیمي تر پوښښ لاندې راوستلو په برخه کې، مرسته وکړي."

د سوداګرۍ نړیواله خونه اوس‌مهال د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۹۲ هېوادونو کې څانګې لري او هدف‌یې په افغانستان کې د پانګه‌والو او خصوصي تشبثاتو هڅول دي.

دغه خونه دا هم وايي چې د مېګا له سازمان سره د بیمې د خدمتونو د ترسره کولو په هکله هوکړې ته رسېدلي او دغه لړۍ په افغانستان کې د پلي کېدو په حال کې ده.

د سوداګرۍ د نړیوالې خونې په خبره، مېګا په پر مخ تللو هېوادونو کې فعالیت کوي او غواړي چې په‌کې لویو پانګو اچونو، کارموندنې او اقتصادي ودې ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د دغې خونې د معلوماتو له مخې، تر اوسه د پانګې اچونې درې لوی شرکتونه د دې سازما له‌خوا د ۱۵۴ میلیونه ډالرو په ارزښت بیمه شوي حال دا چې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې په دې هېواد کې یوازې یو سوداګریز شرکت د بیمې تر پوښښ لاندې راغلی و.

د سوداګرۍ نړیواله خونه دا هم وايي، د پانګې نه‌تضمین، نا امني، رېربنايي ستونزې، اداري فساد او د بیمې د منظم سیسټم نشتوالی په افغانستان کې د پانګونې د لارې عمده خنډونه دي خو اوس هڅې کېږي چې شته ستونزې د پانګونې له لارې لیرې شي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد حسیب‌الله موحد د پانګو اچونو لپاره، د تضمین د اغېزو په اړه وايي:

"دا مسئله ډېره مهمه ده او زه باور لرم چې په دې هېواد کې به پانګونې پراخې شي، که څه هم داسې بیمې نه‌شته چې په افغانستان کې سلو په سلو کې پانګې اچونې وهڅوي، خو بیا هم اغېز لرلی شي، دا کار نه‌یوازې دا چې پانګې اچونې بلکې تولیدات او صادرات به هم زیات کړي او د افغانستان پر اقتصاد به مثبت اغېز وکړي."

بل‌خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی هم وايي چې د پانګو اچونو تضمین او بیمه به کورني او بهرني پانګه‌وال وهڅوي چې په افغانستان کې پانګې واچوي.

ښاغلی الکوزی دا هم وايي، تر هغې چې د حکومت له‌خوا لویې او وړې پانګې اچونې تضمین نه‌شي او د پانګه‌والو خوندیتوب ډاډمن نه‌شي، په هېواد کې به د پانګې اچونې هڅې، لازمه نتیجه ورنه‌کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG