د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

د بدخشان ځيني اوسېدونکي: د فیض‌اباد ښاروال د وسله‎والې ډلې مشري کوي


په داسې حال کې چې حکومت په وار-وار سره د غیر مسؤله وسله‎والو ډلو د له‎منځه وړلو خبره کړې خو د هېواد له شمال ختیځ ولایت بدخشان څخه داسې راپورونه رارسېدلي چې د دغه ولایت د فیض‎اباد ښاروال د حکومتي دندې تر څنګ د يوې غیر مسؤلې وسله‎والې ډلې مشري هم کوي.

د بدخشان ولایت يو شمېر اوسېدونکو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې د دغه دولتي مسؤل وسله‎وال فیض‌اباد ښار کې د هر ډول غیر قانوني کړنو توان لري چې خلکو ته‌يې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

د دغه ولایت يو تن اوسېدونکی شریف وايي:

"د جنرال نذیر محمد وسله‎وال چې د فیض‎اباد ښاروال دی، عام و تام دا صلاحیت لري چې يو څوک وتښتوي له دندې یې لیرې کړي، لنډه دا چې هر کار کولای شي."

د دغه ولایت د خاص بدخشان ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی عبدالرحمن بیا په دې اړه خپله ستونزه داسې بیانوي:

"د طالبانو تر څنګ د غیر مسؤله وسله‎والو ډلو موجودیت هم خلکو ته يوه لویه ستونزه جوړه او ټول هېواد کې يې بې‌بندوباري رامنځته کړې ده."

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ پولیس هم په يو شمېر مواردو کې د فیض‎اباد ښاروال پورې اړوند وسله‎والو د غیر قانوني کړنو شاهدان وو.

د بدخشان ولایت د امنیت امر او د امنیه قوماندانۍ سرپرست محمد نبي بیان ازادي راډیو ته وویل چې د نذیر محمد کسان په تورو ښیښو لرونکو موټرو کې ګرځي او غیر قانوني کړنې هم کوي.

نوموړی وايي:

"د دوی د موټرو د ښیښو تور فلمونه مو پاک کړي، ان ځینو مو ګرځ‎بندیز هم لګولی او د ځمکو د غصب د موضوع په اړه والي او يا هم ښاروال وپوښتئ، دغه موټرې يوازې د ښاروال نه بلکې د بدخشان ولایت يو شمېر نورو کسانو پورې هم اړوند دي."

د طالبانو تر څنګ چې د بدخشان په دوو ولسوالیو بشپړ واک لري، د غیر مسؤله وسله‎والو ډلو موجودیت د دغه ولایت د خلکو لويې اندېښنې دي.

څه باندې پنځه کاله کېږي چې جنرال نذیر محمد د فیض‎اباد ښاروال دی، د نوموړي په اړه داسې راپورونه ورکړل شوي چې د يوې وسلې‎والې ډلې مشري هم کوي.

هڅه مو وکړه د دغو وسله‎والو کسانو د شمېر په اړه معلومات ترل اسه کړو خو هېڅ يوه دولتي چارواکی په دې اړه څه نه‌وايي.

د بدخشان والي احمد فیصل بيګزاد وايي، هر کله چې د دغه ښاروال له وسله‎والو دولت ته د خطر احساس وشي نو هله به اقدام وکړي، د هغه په خبره دغه وسله‎وال د امنیه قوماندانۍ سره راجسټر شوي دي.

د بدخشان والي احمد فیصل بيګزاد
د بدخشان والي احمد فیصل بيګزاد

نوموړی وايي:

"دغه سړی د دې تر څنګ چې ښاروال دی په تېر کې د دغه ولایت يو تن مسؤل قوماندان هم و او دولت غوښتي چې د دښمن په وړاندې د ده له وسله‎والو استفاده وشي، د شمېر په اړه‌يې دقیق نه‌پوهېږم."

د محلي ارګانونو خپلواکې ادارې په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه خو د فیض‎اباد ښاروال جنرال نذیر احمد د ټیلیفون پر لیکه په دې اړه داسې ځواب راکړ:

"ټول بدخشان چې د ولسي پاڅون پورې مربوط دی زما پورې اړوند دي او هغه کسانو چې زما په اړه خبرې کړي له هغوی وپوښتئ چې څومره وسله‎وال لري او جنګونو کې څومره مړه او ټپيان شوي دي."

له دې اخوا، پخوا داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې د پخوانیو قوماندانو تر څنګ، يو شمېر حکومتي چارواکي، د ملي شورا غړي او ان له حکومته بهر هم يو شمېر کسان غیر مسؤله وسله‎وال لري.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG