د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

ولسي جرګه د ځینو ستونزو له امله د پوهنې وزارت چارواکي ورغواړي


په پوهنې وزارت کې اداري فساد، د مقرریو برخه کې ستونزې، په خپل وخت د کتابونو نه‌وېش او کمزوری مدیریت هغه ستونزې دي چې وکیلان ورته ګوته نیسي.

د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون چې د دوشنبې په ورځ‌یې د جرګې مشري کوله د ولسي جرګې دیني او فرهنګي کمېسیون ته دنده وسپارله چې یادې ستونزې د پوهنې وزارت له چاروکو سره په جدي ډول مطرح کړي.

نوموړی وايي:

"د پوهنې برخه کې ستونزې زیاتې دي چې اکثریت وکیلانو مطرح کړي، دیني او فرهنګي کمېسیون ته دنده سپارل کېږي چې د نوموړي وزارت وزیر، مرستیالان راوغواړي او د ستونزو په اړه ورسره جدي بحث وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي مزارشریف کې خبریالانو ته ویلي و چې د دوو کلونو په تېرېدو سره نه‌دی توانېدلی چې یاد وزارت کې اړین اصلاحات رامنځته او له فساد سره په مبارزه کې بریالی شي.

د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې عمومي غونډه کې وکیلانو وویل، د پوهنې وزارت تر ټولو زیاته بودجه مصرفوي، خو بیا هم نه‎دی توانېدلی چې د پوهنې برخه کې شته ستونزې راکمې او په خپل وخت زده‎کوونکو ته درسي کتابونه ورسوي.

وکیلان وايي، اوس هم ټول افغانستان کې ډېری ښوونځي ودانۍ نه‌لري، د پوهنې انکشافي بودجه په خپل وخت نه‌مصرفېږي او هغه درسي کتابونه چې ښوونځيو ته لېږل کېږي، تر ډېره د ملي اردو په ګُدامونو کې پراته دي.

بل‌خوا د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي چې ټول درسي کتابونه‌یې په خپل وخت ولایتونو ته انتقال کړي دي.

د ولسي جرګې غړي غلام سرور فایز په عمومي غونډه کې وویل، د زده‎کوونکو کورنۍ د پوهنې وزارت د درسي نصاب اړوند کتابونه په ازاد بازار کې اخلي.

نوموړی وايي:

"هر کال د ښوونځۍ تر پیلېدو وروسته تر دوو میاشتو پورې زده‎کوونکي کتابونه نه‎لري. په داسې حال کې چې کورنۍ یې کاپي کتابونه په ازاد بازار کې اخلي، له هغې وروسته کتابونه ښوونځيو ته رسېږي."

افغان چارواکي وايي چې دا مهال ۹،۲ میلیونه زده‌کوونکي ښوونځيو ته ځي چې ۴۰ فیصده‌یې نجونې جوړوي.

د ولسي جرګې بله غړې صفورا ایلخاني وايي چې د ښوونځيو کتابونه بازار کې په ازاد ډول پلورل کېږي، خو یاد وزارت‌یې مخه نه‎شي نیولای.

اغلې ایلخاني دغه‌شان په دغه وزارت کې د "سي، بي، ار" سیسټم په پڅ بهیر هم انتقاد وکړ.

بل‎خوا د افغانستان د پوهنې وزیر د یاد وزارت بېلابېلو څانګو کې د فساد او کم کاریو خبره هم کوي وايي چې ډېر ژر به دې برخه کې اړین اصلاحات رامنځته شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG