د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

ننګرهار مظاهره‌چیان: د ډیورند کرښې په اړه پرېکړه د ولسونو کار دی


د ننګرهار لسګونو ځوانانو د شنبې په ورځ د جلال اباد په ښار کې د ډیورند کرښې پرضد مظاهره وکړه او له مرکزي حکومته يې وغوښتل چې هغه کسان دې محاکمه شي څوک چې د پردیو په لمسون د ډیورند کرښه په رسميت پېژني.

د مظاهرې برخوالو ويل چې د ډیورند کرښې په اړه پریکړه یوازې د ولسونو کار دی او هېڅ چاته به اجازه ورنه کړي چې د ملي ګټو په سر سودا وکړي:

"موږ د ډیورند کرښه په رسمیت نه پيژنو او د دې کرښې په اړه پریکړه کول زموږ د ولسونو کار دی نه ولسمشر ته واک ورکوو او نه نورو سیاسي مشرانو ته اجازه ورکوو چې پر دې ملي مسئله سودا وکړي.

"د ډیورنډ کرغېړنې کرښې لوی قوم سره جلا کړی دی موږ هېڅکله دا کرښه نشو منلی نن سبا نړیوال کوښښ کوي چې پولې ورانې کړي موږ هم دا کرغېړنه کرښه نه منو."

دارنګه د مظاهرې برخوالو د پاکستان پرضد هم شعارونه ورکول او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې د پاکستاني ځواکونو لخوا پر افغان خاوره د راکټي بریدونو په تړاو دې غبرګون ښکاره کړي.

په ننګرهار کې د ځوانانو امر او د دې مظاهرې یو تن ترتیبوونکي مطيع الله احمدزي له مرکزي چارواکو وغوښتل هغه سیاسي مشران چې د پردیو په لمسون غواړي د ډيورند کرښې ته رسمیت ورکړي هغه دې د ملي خیانت کوونکو په تور محاکمه شي:

"موږ د ډیورند کرښه په رسمیت نه پيژنو او هغو استازو چې په خپلو خبرو کې د ډیورند کرښې ته رسمیت ورکړی موږ له نظام نه غوښتنه کوو چې دا ډول کسان باید د ملي خیانت په تور محاکمه شي."

دا مظاهره داسې مهال ترسره کېږي چې څه موده وړاندې د ولسي جرګې یوه استازي په خپلو خبرو کې د ډیورند کرښه د پاکستان او افغانستان ترمنځ رسمي پوله یاده کړې وه چې دې څرګندونو د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د خلکو غبرګونونه راوپارول.

راپور: شاه محمود شينواری

XS
SM
MD
LG