د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

ټېلرسن: د دوه پیاړو هېوادونو "امریکا-روسیه" اړیکي باید ساړه نه‎وي


امریکا او روسیې په خپلو کې پر ښو اړیکو ټینګار وکړ
امریکا او روسیې په خپلو کې پر ښو اړیکو ټینګار وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، امریکا او روسیه چې دوه پیاوړي اټمي هېوادونه دي، باید داسې ساړه اړیکې ونه‎لري.

ریکس ټېلرسن دا خبره د چهارشنبې په ورځ مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تر لیدو نېژدې یو ساعت وروسته، رسنیو ته وکړه.

ټېلرسن له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره هم خبرې وکړې، لاوروف وویل، که واشنګټن او مسکو همکاره شي، ګټه به یې د ټولې نړۍ وي.

ریکس ټېلرسن د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابینې لومړی وزیر دی چې روسیې ته ولاړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن

تر دې سفر مخکې دا اعلان نه و شوی چې دی به مسکو کې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ګوري، خو له ولسمشر پوتین او د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره تر خبرو وروسته ټېلرسن خبري غونډې ته خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دی له روسي چارواکو سره د روسیې او امریکا پر اوسنیو اړیکو غږېدلی دی.

د ټیلرسن په باور، د امریکا او روسیې ترمنځ اعتماد خورا کم دی او د نړۍ دغه دوه غښتلي اټمي قدرتونه باید داسې روابط ونه‎لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ورته وخت کې له روسیي چارواکو سره د سوریې پر کړکېچ خبرې کړې دي.

ټېلرسن وویل:

"موږ تر ډېره د خپل منځي اړیکو پر ښه کېدو وغږېدو، همدا راز مو د سوریې د شخړو په اړه خپل نظر سره شریک کړ، موږ په دې برخه کې خپل ګډ نظر د پرمختګ لپاره په خپلو کې شریک کړ."

د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکې وروسته ترهغه پسې ترینګلي شول چې تېره اوونۍ راپورونه خپاره شول چې سوریه کې کیمیاوي وسلې استعمال شوي دي.

امریکا وویل چې دا بریدونه د ولسمشر بشارالاسد ځواکونو کړي دي، روسیه د بشارالاسد نېژدې ملاتړې ده.

په مسکو کې د خبري غونډې پرمهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیرسرګي لاوروف وویل، کله چې د امریکا او روسیې اړیکې ښه وي ګټه یې ټولې نړۍ ته رسېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

لاوروف زیاته کړه:

"موږ د امریکا او روسیې ترمنځ د همکاریو د خرابېدو شاهدان یوو، ان د دې شاهدان یوو چې له یوه بل سره مخامخ شو، خو زما په باور دا لېرې خبره ده او تاریخ دا ثابته کړې ده. کله چې مسکو او واشنګټن همکاره وي، یوازې ملتونه نه، ټوله نړۍ به په ګټه کې وي."

د سرګي لاوروف او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر تر خبرو مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوې تلویزیوني مرکې کې ویلي و چې له کله ډونالډ ټرمپ ولسمشر شوی دی، د روسیې او امریکا پر یوه بل د باور کچه راټیټه شوې ده.

XS
SM
MD
LG