د افغانستان د حراست او ثبات شورا اندېښنه ښيي چې د ملي یووالي حکومت پر اوسنۍ تګلاره د سقوط په لوري روان دی او وايي،که حکومت په خپلو کړنو کې تغییر را نه ولي بدې نتیجې به ولري.
د دې شورا ویاند مسعود ترشتوال د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته د حکومت پر روانو اقداماتو او سیاستونو د انتقاد تر څنګ اندېښنه وښوده چې حکومت په لوی لاس د سقوط خواته روان دی.
د ښاغلي ترشتوال په باور د بهرنیو سفارتونو سره له حده ډېرې یو طرفه اړیکې، د ملت څخه لېرې والی، غیر معقول سیاست او سیاسي فساد هغه څه دي چې اندېښنې یې را پارولي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"د حکومت کادري سیاست چې په امنیتي او نورو سکتورونو کې جریان لري ښایسته، وړ او د منلو سیاست نه دی، د داسې څېرو انتخاب چې له موزیم څخه د حکومت د جوړښت برخه ګرځي کله هم د تل پاتې امنیت سره مرسته نه شي کولای، او په همدې ډول زموږ د سیاسي مشرانو تر منځ اختلافات لا هم پر خپل ځای دي."
ښاغلی ترشتوال د دغو ستونزو تر څنګ د صلاحیتونو، پروژو، تدارکاتو او ډیپلوماسۍ یو ځایي تمرکز نورې غلطۍ بولي چې د ده په وینا د ملي وحدت حکومت ورسره مخ دی.
د حراست او ثبات شورا په شورا کې یو شمېر پخواني جهادی مشران او قوماندانان لکه عبدالرب رسول سیاف، عمر داودزی، یونس قانوني، بسم الله محمدی، او ځینې نور کسان ګډون لري.
دا شورا له هغې وروسته حکومت په ګڼو تېر وتنو او غېر معقولو امنیتي او سیاسي پالیسیو تورنوي چې د ملي وحدت حکومت د امنیت په شورا کې نوي ګمارنې کړي او د نویو وزیرانو د معرفي کېدو ژمنه یې کړې.
خو جمهوري ریاست د دې شورا ډير انتقادونه ردوي او وايي چې حکومت خپلواکه پرېکړې کوي او په ډېرو ملي مسایلو کې خپله د حراست او ثبات شورا د غړو نظر هم اخیستل کېږي.
د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال د ملت او دولت تر منځ واټن او د بهرنیو سفارتونو مداخلې هم ردوي او وايي چې حکومت خپله ځانګړې تګلاره لري.
نوموړي زیاته کړه:
"د افغانستان حکومت ټولې پرېکړې په خپلواک ډول کوي او په ځينو برخو کې ملي اجماع هم راغوښتل کېږي چې د حراست او ثبات شورا غړي هم پکې شامل دي، د دې تر څنګ بې له شکه موږ نړیوال شریکان هم لرو خو زموږ پرېکړې په کومو سفارتونو پورې تړلي نه دي، دا تورونه لګول کاملاً له حقیقت سره فاصله لري."
له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې بهرنی سیاست یې په ملي ګټو پورې تړلی او هېڅ وخت د بل چا د ګټو په خاطر د بل دولت سره کړکېچ نه غواړي.
د حراست او ثبات شورا که څه هم وایي، دا انتقادنه سمې لارې ته د حکومت د رابللو په خاطر دي خو څېړونکی حکمت الله حکمت وايي چې ځینې کړۍ او جریانونه د انتقادونو په کولو سره غواړي خپلې خوښې او غوښتنې پرحکومت تحمیلې کړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ