د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۷

ولسي جرګې په یوه بې‌ساري اقدام کې د څلورو وکیلانو دندې وځنډولې


د افغانستان ولسي جرګې څلور تنه هغه وکیلان چې په مسلسل ډول ۲۰ ورځې د دغې جرګې عمومي او د کمېسیونونو په ناستو کې غیر حاضر وو له ټولو امتیازاتو محروم او دندې یې وځنډولې.

د دې جرګې اداري پلاوی وایي چې احمد بهزاد، بشیر احمد ته‎ینج، فرشته انوري او پروین دُراني په دغو وکیلانو کې شامل دي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د چهارشنبې ورځې عمومي ناسته کې په دې اړه وویل:

"په يوه جلسه کې هر هغه وکیل چې ۲۰ ورځې غیر حاضر وي، له ټولو امتیازاتو محروم او د ولسي جرګې عمومي او د کمېسیونونو ناستو کې ګډون نه‎شي کولای او دغه کسان چې نومونه‌يې نن رسماً اعلان شول له ټولو امتیازاتو محروم او نور د دغې جرګې په ناستو کې ګډون نه‎شي کولای."

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه چې دغه پرېکړه د ولسي جرګې د داخلي وظایفو د نويو اصولو له مخې د ټولو وکیلانو د حاضریو له څېړلو او کتنو وروسته شوې.

نوموړی وايي، د يو شمېر وکیلانو د ډېرې غیر حاضرۍ له امله ډېری وخت د دغې جرګې نصاب نه‌پوره کېږي چې د ډېرو مهمو مسایلو په اړه پرېکړې يوې ورځې نه بلې ته ځنډېږي.

د دغې جرګې د داخلي وظایفو د نوې لایحې د ۷۳ مادې د دوهمې فقرې له مخې د ولسي جرګې په يوه جلسه کې که هر غړی ۲۰ ورځې غیر حاضري وکړي خپل ټول امتیازات له لاسه ورکوي او د دغې جرګې په عمومي او د کمېسیونونو په ناستو کې ګډون نه‎شي کولای.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون بیا دغه پرېکړه غیر عادلانه وبلله او ویې‌ویل چې دغه قانون دې په هغو وکیلانو پلی شي چې له کلونو راهیسې غیر حاضر دي.

ښاغلي همایون زیاته کړه:

"دا چې د څلورو کسانو نومونه مو یاد کړل دا اصلاً سمه نه‎ده او دغه پرېکړه کې زه نه‌وم او کله چې دا موضوع تطبیقېږي نو په ټولو هغو زورواکو او هغو وکیلانو چې له کلونو راهیسې غیر حاضر دي او که تاسو د وظایفو د نوې لایحې خبره کوئ نو که له هغې ورځې هم حساب شي نو داسې ډېر کسان هم شته چې غیر حاضر دي او دا باید په ټولو يو شان پلی شي."

په ورته وخت کې د حقوقي چارو يو شمېر کارپوهان بیا ولسي جرګه په سلیقوي چلند تورنوي او پر ټولو وکیلانو د یو شان قانون د نه‌پلي کېدو خبره کوي.

له دې ډلې ثمر سیرت په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"زه فکر کوم ولسي جرګې چې د کومو څلورو کسانو په اړه پرېکړه کړې هغه‌يې د نورو پروسېجرونو څخه وړاندې نیولی او په بېړه‌يې دغه فیصله کړې او په ولسي جرګه کې داسې ډېر نور وکیلان شته چې هغوی غیر حاضر دي نو دلته یو ډول سلیقوي چلند شوی."

ښاغلی سیرت وايي، په داسې حال کې چې د افغانستان ولسي جرګه په‎خپله له قانوني اړخه ستونزه لري دا ډول پرېکړې یې د ولس په وړاندې اعتماد لا زیانمنوي.

دی وايي، د ولسي جرګې دا ډول پرېکړې به هلته خلکو ته د منلو وي چې په ټولو وکیلانو يو شان پلې شي نه د سلیقې له مخې.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG