په پکتيا کې تجارانو او سوداګرو په يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې وسلهوال طالبان ورڅخه په لارو کې د موادو د انتقال ټکس اخلي.
دوی دې خبري ناسته کې له حکومته هم شکايت درلود چې د ښار په څلورو دروازو کې ترې ډېر زيات ټکسونه اخیستل کېږي او په خبرهيې که له دوی د غير قانوني او لوړو ټکسونو د اخیستو مخه ډب نهشي پرېکون به اعلان کړي او ښار ته به هېڅ شی راوارد نهکړي.
د پکتيا سوداګرۍ خونو عامل رئيس ډاکتر نصير عالميار له سوداګرو سره په شريکه خبري کنفرانس کې د وسلهوالو له لوري ترې د اخیستل کېدونکو ټکسونو خبره داسې وکړه:
"دا پارچې فقط د لوګر تنګي ساحه کې او کله-کله د ګردېز او زرمت تر منځ ساحاتو کې دغه پارچې ورکوي او زموږ له تاجرانو پيسې اخلي، ځينو وختونو کې افراد لارې ته راوځي او زموږ له تاجرانو پيسې اخلي او موږ د دې وس نهلرو چې هر چاته د لارې پر سر پيسې تحويل کړو موږ يوه پارچه ورکوو چې د ښاروالۍ ټکس دی حقيې دی د لايحې مطابق او د لايحې په اساس."
نوموړي له حکومته هم شکايت کاوه ويل يې چې د ښار څلورو دروازو کې ترې اضافي ټکسونه اخیستل کېږي او د مخنیوي لپارهيې حکومت ته اخطار ورکړ.
نوموړی وايي:
"دا پارچې په هېڅ صورت موږ نهمنو او زموږ یو تاجر وهل شوی او په چار دورازه کې ترې په زوره پيسې اخیستل شوي او موږ د هغه د پوښتنې حق لرو او که زموږ غږ وانهورېدل شي يوه اوونۍ وروسته به ښار وتړو او هېڅ شی موږ نهواردوو او حکومت پوهېږي او ولس يې."
په دې خبري کنفرانس کې د مدني ټولنو غړو هم برخه درلوده، شفيقالله سحر د مدني ټولنو په استازولۍ د دې ستونزو د حل په موخه له حکومته غوښتنه وکړه:
"تجارانو له دې شکايت درلود چې طالبان او حکومت دواړه له دوی څخه ټکس اخلي نو بايد حکومت يا خپله امنيتي ساحه پراخه کړي او يا مطلق له دې ټکسه تېر شي چې تجاران تجارت ته وده ورکړي او ستونزې يې هوارې شي."
ده وويل، که حکومت د خپل کنټرول ساحه پراخه نهکړي ورځ تر بلې به د تجارانو ستونزې زياتې او زور بهيې له عام ولسه ووځي.
وسلهوالو طالبانو لا د ټکس اخیستو په اړه رسماً ازادي راډيو ته څه نهدي ويلي خو د امارت په نوم يو سند چې ډرېورانو ته ورکړل شوی ازادي راډيو ته په لاس ورغلی او دا څرګندوي چې دوی له هر بارداره موټره څلور زره کلدارې اخلي.
د ګردېز ښاروال عصمتالله خالد د څلور دروازو د ټکسونو اخیستو په اړه وويل، دوی د ښاري محصول ټکس د وزيرانو شورا د پرېکړې او لايحې پر اساس له هغو باردارو موټرو څخه اخلي چې په ګردېز ښار کې تخليه کېږي.
ښاغلی خالد زیاتوي:
"ښاري محصول د ښاروالۍ له لوري له هغو موټرو اخیستل کېږي چې هغه د ګردېز ښار مربوطاتو کې تخليه کېږي او دغه لايحه مرکز کې جوړه شوې او له هغه ځایه راغلې، پخوا دا خلک داسې عادت شوي وو چې دوی سره جوړجاړی شوی وو او پيسې نهوې ترې اخیستل شوې او له ترانزیټ موټرو به هم پيسې اخیستل کېدې چې موږ د ترانزيټ موټرو څخه د پيسو اخیستو مخه نيولې او يوازې لايحه تطبيق کوو او موږ له هغو موټرو چې ګردېز ښار ته داخلېږي او خالي کېږي موږ هغومره روپۍ ترې اخلو چې په لايحه او د وزيرانو شورا په پرېکړه کې دي."
نوموړي زياته کړه، دوی په غیر قانوني ډول هېڅ شی له کوم تجار يا سوداګره نهاخلي او نهيې په څلورو دروازو کې داسې کوم کار شوی دی.
راپور: داود تپان