د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۲

سرنوشت: د ملي وحدت حکومت راتلونکی کاواک دی


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ د ملي وحدت حکومت د مشرانو ترمنځ په اختلافونو لیکنې او تبصرې کړي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي د ملي وحدت حکومت راتلونکی کاواک دی.

ورځپاڼه د کرکېچ نړیوالې ډلې له قوله لیکي که په حکومت کې شته ستونزو ته د حل لار پیدا نه شي، نو د ناامنۍ د پراخېدو او د کورنۍ جګړې د پېلېدو وېره شته.

سرنوشت په خپلې سرمقالې کې لیکي ارګ او اجرائیه ریاست نه مني چې د حکومت مشران خپلمنځي اختلاف لري او وايي چې په ملي او مهمو مسایلو کې د نظر یووالی موجود دی.

د لیکوال په باور د ارګ او اجرائیه ریاست اختلاف اوس له هېچا پټ نه دی، ناامني، فساد او ناقونونۍ له دې لامله زیات شوي دي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د ملي شورا د غړیو په حواله لیکلي د حکومت په اړه د کړکېچ نړیوالې ډلې ريپوت پرځای دی.

ورځپاڼه لیکلي د حکومت له پیله د دواړو ټیمونو ترمنځ د واک پر سر اختلافات دوام لري او دې کار افغانستان په مختلفو برخو کې له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي که د حکومت قبله سمه نه شي او ولس او د ولس بانفوذه پوه کسان هم په دې برخه کې چوپ او بې پروا وي.

د لیکوال په باور روانه غمېزه به همداسې دوام لري، مرګونه، بدمرغۍ، جګړې او سل او زر مصیبتونه او ذلتونه به د افغانانو په برخه وي.

د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د حکومتي مشرانو ترمنځ روان اختلافونه او د سیاسي نظام متزلزل ثبات.

د لیکوال د معلوماتو له مخې د ملي وحدت حکومت په لومړي سره کې له اساسي او عمده اختلافونو او د نه همغږۍ له پروګرامونو سره خپل کار پیل کړ.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي نه دا چې دا ستونزې حل نه شوې، بلکې د لیکوال په باور ورځ تر بلې د دواړو ټیمونو ترمنځ اختلافونه نور هم زیاتېږي.

د دنیا په سرمقاله کې یادونه شوې که د ملي وحدت حکومت مشران موجود اختلافونه یو خواته نه کړي، قومي او سمتي تقرریو ته د پای ټکی کېنه ږدي، په پراختیايي پروګرامونو کې د بې طرفۍ او توازون اصل مراعت نه کړي، نو امکان شته چې افغانستان نور هم د کړکېچ خواته ولاړ شي.

او په پای کې د مدنیت ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي په داسې حال کې چې بې وزلۍ، بې کارۍ او ناامنۍ د خلکو ژوند ور تریخ کړی، بهتره به دا وي چې د واک د ویش په سر شته اختلافونه یو خواته شي او نور ورته لمن ونه وهل شي او اصلي تمرکز د خلکو د ستونزو په حال باندې وشي.

XS
SM
MD
LG