د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

خوست: مشران او عالمان دې د حکومت او ولس اعتماد پیاوړی کړي


د افغانستان د قومونو او سرحدونو چارو وزارت چارواکو له ديني عالمانو او قومي مخورو وغوښتل چې د ولس او دولت تر منځ دې د باور د ډېرېدو او د نظام د پايښت او ټېنګښت لپاره خپلې هڅې پراخې کړي.

دوی چې د سې شنبې په ورځ په خوست کې د قومي مخورو، دیني عالمانو او د امنیتي ادارو د منسوبینو یوې غونډې ته خبرې کولې ټېنګار لاره، که چېرې د افغانستان سیاسي نظام پياوړی نشي، نو په دې هېواد کې د خلکو ژوند او مال، لا ډېرو ګواښونو سره مخامخ کېږي.

د قومونو او سرحدونو چارو وزارت مرستیال محمد یعقوب احمدزي له قومي مخورو او دیني عالمانو غوښتنه وکړه چې د ولس او دولت ترمنځ د اعتماد او باور فضاء د رامنځته کېدو لپاره دې هڅې ډېرې کړي.

د قومونو او سرحدونو چارو وزارت مرستیال محمدیعقوب احمدزی.
د قومونو او سرحدونو چارو وزارت مرستیال محمدیعقوب احمدزی.

محمدیعقوب احمدزي وویل:

"دولت بې له ولسه مفهوم نه لري او ولس بې له دولته ژوند نشي کولای، زموږ د مشرانو او دیني عالمانو نه دا هیله ده چې د ولس او دولت تر منځه د اعتماد فضاء رامنځته کړي، د نظام د پایښت او ټېنګښت لپاره دې مبارزه وکړي، د ښمن او موږ او زموږ ماشومان له منځه وړي، نو د دې په خاطر باید موږ او تاسو لاسونه سره ورکړو، د ملي یووالي او وحدت لپاره."

بل لوري ته د غونډې ویناوالو قومي مخورو، دیني عالمانو او امنیتي منسوبینو له وسله والو هم غوښتنه وکړه چې د افغان حکومت سره خپلې ستونزې د بین الافغاني مذاکراتو او مفاهماتو په رڼا کې حل و فصل کړي.

په یاده غونډه کې چې د قومونو او قبایلو په برخه کې د ولسمشر یو شمېر سلاکاران او د لويې پکتیا ځنې مشران هم موجود و، د پکتیا د سولې او علماوو شورا رئيس مولوي خالقداد وویل، افغانان باید هغه څه چې په جنګ کې يې لاسته رانوړل، په سوله کې لاسته راوړي.

د خوست مشران.
د خوست مشران.

مولوي خالقداد زیاته کړه:

"مدرسې مو ویجاړې شوې، مکتبونه مو خراب شول، موږ خپل کادرونه د لاسه په کې ورکړل، همېشه چې زموږ په کور اوکلي کې که هغه خوا مړه کېږي او که دېخوا مړه کېږي، یو افغان، د یو جومات او یوې هدیرې خلک دي، نو راځئ هغه څه چې په جنګ کې مو لاسته رانوړل، هغه په سوله کې لاسته راوړو، هغه څه چې مو په تاوتریخوالي کې لاسته رانوړل په مینه محبت او وروری کې لاسته راوړو."

د خوست والي حکم خان حبیبي بیا د یاد ولایت د امنیت او انکشاف په برخو کې د ځايي مشرانو او عالمانو ونډه وستایله.

ده وویل، د خوست په پرمختګونو کې د ټولنې د مخور قشر رول دی او دا رول د هرې ورځې په تېرېدو سره پیاوړی شوی دی.

د امنیتي او دفاعي ځواکونو د منسوبینو په استازیتوب د ملي اردو د اولې لواء د اپراسیون امر ډګروال محمد زمان وویل چې د جګړې له لارې سولې ته مزل اوږد او ستونزمن دی.

ده د نظام پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې له پردیو دې سوله نه غواړي، ځکه پردي افغانانو ته هغه سوله غواړي چې د هغوی ګټې په کې خوندي وي، نه د افغانانو.

ډګروال زمان وړاندې وویل:

"که چېرې موږ د جنګ په واسطه سولې ته رسېږو دا به ډېره اوږده او ستونزمنه لاره وي، خواهش مې دادی چې قومونه، علماء او مشران په دې لاره کې خپلې هلې ځلې وکړي او د مخالفینو څخه هم دا وغواړي چې د بل چا په دروازو کې سوله مه غواړئ، هېڅوک موږ ته بدون له دې چې خپلې موخې ولري، سوله نه راولي."

په یاده غونډه کې د وزیرستانیو کډوالو ځنو استازو هم برخه درلوده، دوی انديښنه څرګنده کړه چې یو شمېر مخور مشران يې د هدفي بریدونو قرباني شوي دي.

د وزیرستانیو کډوالو یو تن استازي حیات محسود په خپلو خبرو کې له افغان حکومت غوښتنه وکړه چې د دوی د مشرانو د ژوند حفاظت ته دې پاملرنه ډېره شي او د تعلیم او تحصیل په ګډون د قومونو او قبایلو هغه پخواني امتیازات دې دوی ته بیا ورکړل شي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG